ښرنه (پژواک، ۳۰ سلواغه ۹۴): د امنیتي ځواکونو د هلو ځلو په پایله کې له پکتیکا ولایت څخه تښتول شوی صراف خوشې شو.
د پکتيکا والی امين الله شارق د سلواغې په ۳۰مه، پژواک خبري اژانس ته وویل، چې دا صراف درې ورځې مخکې له ترینکوټ ښار څخه تښتول شوی و.
هغه خپلې کورنۍ ته د یاد صراف د سپارلو پر مهال زیاته کړه، چې امنيتي ځواکونه له ولس په پوره همکارۍ ياد صراف د تښتونکو له منګلو وژغورل.
والي وویل، چې تښتوونکو د حاجي باز ګل په نامه دغه صراف له خپل دوکان څخه تښتولی او نن سهار په لسو بجو د امنيت ملی او پوليسو دکشفې راپورونو له مخي ديو لړ عملياتو پرمهال وژغورل شو.
خو دپکتيکا امنيه قومندان مل پاسوال زړور زاهد په دې اړه پژواک ته وويل، چې دوی دخپلو کشفې راپورونو پراساس ياد کس دتښتونکو له منګلو خلاص کړی، او نن يې خپلی کورنۍ ته وسپارل.
هغه زياته کړه، چې د يادو تښتونکو ټول بانډ به په ډير ژر د خلکو په مرسته ونيسې.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP