Language

ګلاب منګل د هلمند له خلکو د ټاپي پروژې د امنيت د ټينګښت غوښتنه وکړه

لښکرګاه(پژواک،۳۰ سلواغه ۹۴): د سرحدونو او قبايلو چارو وزير ګلاب منګل وايي، په هلمند کې به قومي مشران او ديني عالمان وهڅوي، چې د ټاپي پروژې د امنيت د ټينګښت او د هېواد د پولو په ساتلو کې له حکومت سره مرسته وکړي.

ګلاب منګل چې د سلواغې په ۳۰ مه د يوه پلاوي په مشرۍ هلمند ته رسېدلى، وويل له دې سفر څخه يې موخه داده چې د بېلا بېلو سيمو له مخورو سره د ټاپي پروژې د امنيت ساتنې په اړه  خبرې وکړي.

هغه زياته کړه، دغه پروژه عملاُ په ترکمنستان کې پيل شوې او تر دې وروسته چې افغانستان ته  رار سېږي  د امنيت  د ساتلو په موخه  يې د هغو ولايتونو له مشرانو سره له وړاندې د خبرو لړۍ پيل کړې چې ددې پروژې نلليکه  ترې  تېرېږي.

منګل دغه زار وويل،د هرې سيمې مخور او قومي مشران چې که له حکومت سره نږدې کار وکړي د ټاپې پروژې سربېره به نورو برخو کې ګډ کار کولو ته  چمتو شي.

د سرحدونو وزير د يوې پوښتنې په ځوب کې وويل : ((پاکستاني ځواکونه يواځې په هلمند کې نه، بلکې د نورو سرحدي ولايتونو په اړونده سيموکې هم د ډيورنډ له کرښې مخکې راغلي  دي.))

منګل زياته کړه،د دې کار لپاره  به له قومي مشرانو سربېره له ديني عالمانو، مدني فعالينو، جهادي مشرانو او ټولو هغو کسانو سره چې مرسته کولی شي، ناستې ولري او ستونزو ته به د حل لاره پيداکړي.

د هغه په خبره، اوس ټول په دې پوهېدلي چې جګړه د حل لاره نه ده، امنيتي ځواکونه کولی شي چې په سيمه کې امنيت ټينګ کړي، خو د تلپاتې سولې لپاره بيا همدا ولسونه دي چې پوره اغېزه لري او دولت يې بايد له پامه ونه غورځوي، مشورې ورسره وکړي او په چارو کې يې شريک کړي.

 

د ګلاب منګل په وينا، په دې برخه کې به د هلمند د سرحدي سيمو چې دېشو، ګرمسېر او خانشين ولسوالۍ دي، له قومي مشرانو سره خبرې وکړي او هغوی به وهڅوي چې د ټاپي پروژې د امنيت په برخه کې له حکومت سره مرسته وکړي.

login or register a new account.