غزني ښار (پژواک د کب لومړۍ نېټه ۹۴): د غزني د اندړو ولسوالۍ ځينو اوسېدونکو چې مېرمنې هم په کې وې، په غزني ښار کې د سيمه ييزو پوليسو او پاڅون کوونکو پر ضد لاريون وکړ.
لاريون کوونکو چې ښځينه ګډونوالو يې له ځانونو سره قران کريمونه هم اخيستي وو، غوښتنه کوله چې له ولسوالۍ څخه دې پاڅون کوونکي او سيمه ييزپوليس لري او پر ځاى دې ملي اردو او يا هم ملي پوليس ځاى په ځاى شي.
دا لاريون د کب په لومړۍ نېټه، د غزني ښار د پښتون اباد له سيمې څخه پيل شوى او د امنيه قوماندانۍ د جنايي مديريت څنګ ته تم شول، پوليسو ورته د مخکې تګ اجازه ورنه کړه.
د اندړو ولسوالۍ يوې اوسېدونکې او د لاريون ګډونوالې بي بي رحيمه وايي، په سيمه کې يې پاڅون کوونکي او سيمه ييزپوليس له دوى په زوره ډوډۍ غوتړي او ځوروي يې هم.
نوموړی وايي: ((موږ نور له دې ظلمونو څخه په تنګ راغلي يو، په زور کور ته را داخل شي، ډوډۍ راڅخه خوري.))
هغې وويل، تر هغه به لاريون کوي، څو چې دوى له سيمې څخه نه وي وېستل شوي.
رحيمې زياته کړه، پاڅون کوونکي او سيمه ييز پوليس په ناحقه خلک ځوروي، له هر کور څخه په زوره پيسې اخلي، خو که چېرته ورته پيسې ورنه کړل شي، د مرګ تر بريده يې وهي.
د محمد خالد په نامه يوه بل لاريون کوونکي وويل، چې پاڅونوالو تېره اونۍ يو ښوونکى د مرګ تر بريده وهلى و، هغه ورځ هم خلکو په ولسوالۍ کې لاريون کړى و او تېره شپه يې هم يو تن ډېر ډبولى دى.
د هغه په وينا، وروستۍ پېښه د دې ولسوالۍ د کجري په سيمه کې د شاهين قوماندان له لوري شوي، چې اصلاً د ګيرو ولسوالۍ اوسېدونکى دى او په دې سيمه کې د پاڅون کوونکو قوماندان دى.
د غزني والي محمد امان حميم والي وايي، هڅه کوي دا ستونزې راکمې کړي.
خو هغه زياتوي، له اندړو ولسوالۍ څخه ډېر خلک ورته د سيمه ييزو پوليسو او پاڅونوالو په ملاتړ هم راغلي وو او ترې خوښ دي.
هغه وايي، امنيتي ادارو ته يې لارښونه کړې، څو هغه سيمه ييزپوليس، پاڅون کوونکي چې خلک ځوري او په زوره ترې پيسې او ډوډۍ غواړي، د قانون منګولو ته وسپاري.
login or register a new account.