Language

د بلخ په زندان کې یوه بندي خپله مېرمن زندۍ کړې

مزار شريف (پژواک، د کب لومړۍ نېټه ٩٤): د بلخ ولايت د يوې خبريالې د وژنې په تور بندي په زندان کې خپله مېرمن زندۍ کړې او وژلې ده.

د بلخ د بيان شمال راډيو خبرياله او مدني فعاله پلوشه توخي تېر کال په بلخ ولايت کې وژل شوې وه، چې د هغې د وژنې په تور يو تن د مزارشريف په مرکزي زندان کې بندي و.

د بلخ د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال عبدالرزاق قادري د کب په لومړۍ نېټه پژواک اژانس ته وويل چې د ياد بندي مېرمن چې کله نن زندان ته د خپل خاوند ملاقات ته ورغلې وه، نو خاوند يې زندۍ کړې او وژلې ده‌.

هغه زياته کړه، چې ياد بندي د ځان د وژلو هڅه هم کړې وه، خو د زندان د مسوولينو او ساتونکو يې له خوا یې مخه نيول شوې ده.

نوموړي وويل چې پوليسو په دې اړه پلټنې پيل کړې او نور معلومات به وروسته د رسنيو په واک کې ورکړي.

login or register a new account.