پل علم (پژواک، د کب لومړۍ نېټه ٩٤): د لوګر ولايت د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر او ورور يې د غير قانوني وسلو د لېږد په تور د پوليسو له لوري نيول شوي دي.
د لوګر د امنيې قوماندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدير سمونوال ويس الدين تلاش پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دغه ولايت د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال قاري محمد ورا او ورور يې دوه ورځې وړاندې په کابل کې د پوليسو له لوري نيول شوي دي.
هغه زياته کړه: ((د قاري ورا په رينجر موټر کې د هغه ورور غير قانوني وسلې بار کړې وې او خرڅول يې چې په کابل کې د پوليسو له خوا نيول شوى دى.))
د ده په وينا، قاري محمد ورا په سيمه کې شتون نه درلود خو له دې امله نيول شوى چې ورور يې د ده په رينجر موټر کې غير قانوني وسلې د خرڅلاو لپاره لېږدولې.
ده وويل چې قاري ورا او ورور يې اوس مهال تر څېړنو لاندې دي او برخليک يې لا معلوم نه دى.
دغه راز د لوګر د امنيې قوماندانۍ يوې بلې سرچينې هم د قاري ورا نيول کېدل تاييد کړل.
سرچيني دا هم وويل چې د قاري ورا ياد ورور په کونړ ولايت کې د امنيتي ځواکونو په ليکو کې دنده ترسره کوله.
قاري محمد ورا له تېر يو کال راهيسې په لوګر ولايت کې د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر په توګه دنده ترسره کوله.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP