پل علم (پژواک، د کب لومړۍ نېټه ٩٤): د لوګر ولايت پوليسو وکولاى شول چې په مرکز پل علم کې يو ماشوم د تښتوونکو له منګلو وژغوري.
د لوګر د امنيې قوماندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدير سمونوال ويس الدين تلاش پژواک خبري اژانس ته وويل چې څو ورځې وړاندې له کابل ښار څخه انسان تښتوونکو يو ماشوم تښتولى و.
هغه وويل چې دغه ماشوم حیدر حسين نومېږي او دوولس کاله عمر لري.
ده زياته کړه: ((دغه ماشوم يې تېره ورځ پل علم ته راوړى، زموږ پوليسو سره مخکنۍ اطلاع وه، نو سيمې ته لاړل او دغه ماشوم يې له انسان تښتوونکو څخه وژغوره.))
تلاش وايي چې د ياد ماشوم د تښتونې په تور تر اوسه څوک نه دي نيول شوي.
د تښتول شوي ماشوم ورور سيد عبدالله پژواک ته وويل چې څو ورځې وړاندې يې ورور د کابل ښار د اتمې ناحيې له مربوطاتو څخه تښتول شوى و.
هغه زياته کړه: ((تښتوونکو له موږ نه ميليونونه افغانۍ غوښتې خو ښه وشو چې پوليسو زما ورور ترې خلاص کړ.))
دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې هم د لوګر پوليسو په بره کې برک ولسوالۍ کې يو ماشوم د انسان تښتونکو له منګلو ژغورلى و.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP