تالقان (پژواک، ٢ کب ٩٤): د تخار په خواجه غار ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ نښته کې لس طالبان وژل شوي او درې د ملي اردو سرتېري ټپيان دي.
د تخار د امنيې قوماندانۍ وياند سمونيارعبدالخليل اسير د کب په دويمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار شاوخوا درې بجې وسله والو طالبانو د خواجه غار ولسوالۍ د پل مومن په سيمه کې د ملي اردو پر پوستې بريد کړى دى.
هغه وايي چې په دې نښته کې د وسله والو طالبانو د قوماندان ملا شاکر په ګډون لس طالبان وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.
هغه وايي چې په دې نښته کې د ملي اردو درې سرتېري هم ټپيان شوي دي.
ده وويل چې په ياده سيمه کې اوس هم (له غرمې وروسته دوه بجې) د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ نښته روانه ده.
د يادې ولسوالۍ اوسېدونکي شمس الدين هم پژواک ته وويل چې د پل مومن په سيمه کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ نښته روانه ده.
هغه د يادې نښتې د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه درلودل خو زياته يې کړه چې دې ولسوالۍ ته د کندوز ولايت له دشت ارچي ولسوالۍ څخه طالبان راځي.
شاوخوا څلور مياشتې وړاندې وسله والو طالبانو خواجه غار ولسوالۍ تر خپلې ولکې لاندې راوسته خو د دريو ورځو په تېرېدو سره افغان امنيتي ځواکونو وکولاى شول دغه ولسوالي بېرته له طالبانو ونيسي.
په دې وروستيو کې د تخار په خواجه غار، ينګي کلا او درقد ولسواليو کې د وسله والو طالبانو خوځښتونه ډېر شوي دي.
login or register a new account.