Language

د کندوز د چهاردرې اوسېدونکي د طالبانو فعاليت د اندېښنې وړ بولي

کندوز- کابل (پژواک، ٢ کب ٩٤): په داسې حال کې چې د کندوز د چهاردرې اوسېدونکي د دې ولسوالۍ په شاوخواو کې د طالبانو له فعاليت څخه اندېښمن دي، د کورنيو چارو وزارت د يادې ولسوالۍ لپاره د طالبانو د نومول شوي ولسوال له نيولو خبر ورکړى دى.

د چهاردرې يو شمېر اوسېدونکو دغه اندېښنې د کندوز له نوي والي اسدالله عمرخېل، چې دغې ولسوالۍ ته يې سفر کړى، شريکې کړې.

چهاردره د کندوز مرکز ته له نږدې ولسواليو ګڼل کېږي، چې په شاوخوا کې يې د طالبانو فعاليت د ولايت مرکز ته يو جدي ګواښ دى.

طالبانو د يادې ولسوالۍ مرکز د کندوز له سقوط د "تلې شپږمه"  کابو دوه مياشتې وړاندې نيولى و، چې له يوې اونۍ وروسته بيا د چاڼيزو عملياتو په ترڅ کې د امنيتي ځواکونو له لوري بېرته ونيول شو.

د کندوز نوي والي د امنيه قوماندانۍ او ولسوالۍ له سوځول شويو ودانيو څخه د ليدو او د پوليسو له پرسونل سره د خبرو پر مهال د ولسوالۍ تر بازار پورې يو کيلومتر په داسې حال کې پلى تګ وکړ، چې په بازار کې يې اوسېدونکي نه و.

په ډېرى هټيو کې هم د جګړې او د مرميو نښې نښانې تر سترګو کېدل.

خلکو د ولسوالۍ په شاوخوا کليو کې د طالبانو د فعاليت په اړه خبرې وکړې او په ياده سيمه کې ورته د يوه لوړپوړي چارواکي پلى تګ د حيرانتيا وړ ښکارېده.

يوه هټيوال د کندوز والي ته وويل: "موږ يواځې امنيت او ارامي غواړو، نور هېڅ هم نه غواړو."

يوه بل هټيوال خيرمحمد د پژواک خبري اژانس خبريال ته چې له والي سره يې يادې سيمې ته سفر کړى، وويل: "له بيا بيا بېځايه کېدو ستړي شوي يو، ترڅو به په دغه ولسوالۍ کې جګړه وي، يوه حل لارته ورته پيدا کړئ."

ياد هټيوال زياته کړه، په دې ولسوالۍ کې د جګړو پر مهال له خپل کوره څو ځله کډه شوى او په ياده موده کې يې ډېرې ستونزې ليدلې دي.

٤٥ کلن خيرمحمد زياته کړه، طالبان اوس هم د ولسوالۍ په شاوخوا کليو کې فعاليتونه کوي، دولت بايد ټوليز او ډاډمن امنيت ټينګ کړي، څو له دې اړخه د خلکو اندېښنې لرې شي او ارامه ژوند وکړي.

والي، په سوکاله توګه سره د خلکو بېرته راستنولو ته د اشارې ترڅنګ ګواښ وکړ، که چېرې طالبان د سولې له پروسې سره يو ځاى نه شي، نو دولت اړ دى چې پر وړاندې يې له ځواک څخه ګټه واخلي.

login or register a new account.