Language

کندهار او پکتيکا کې چاودېدونکي توکي، وسلې او وسله وال نيول شوي

کندهار- کابل (پژواک، ٢ کب ٩٤): چارواکي وايي چې افغان ځواکونو په دوو ځانګړو عملياتو کې له چاودېدونکو توکو ډک دوه موټر، وسلې او شپږ وسله وال نيولي دي.

د کندهار د والي وياند صميم خپلواک د کب په ٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې افغان ځانګړو ځواکونو تېره شپه د ميوند ولسوالۍ په مربوطاتو کې عمليات کړي دي.

سرچينې زياته کړې چې د دغو عملياتو په ترڅ کې ٨ موټرسايکل، درې موټر او شپږ وسله وال مخالفين نيولي دي.

د خپلواک په وينا، امنیتي ځواکونو دغه راز د ماينونو جوړولو يوه فابريکه هم له منځه وړې ده.

بلخوا د ملي امنيت لوى رياست وايي چې منسوبينو يې د حقاني ډلې ته اړوند له چاودېدونکو توکو ډک دوه ډينا ډوله موټر له پکتيکا ولايت څخه ترلاسه کړي دي.

د ياد رياست له خوا پژواک اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په يادو موټرو کې ۱۲۵۰۰ کيلوګرامه چاودېدونکي توکي په ډېره ماهرانه توګه په ۲۵۰ بوجيو کې د سون د لرګيو لاندې ځای پر ځای شوي وو.

سرچينه کاږي، د حقاني ډلې هوډ درلود چې له يادو چاودېدونکو توکو څخه په ګټې اخیستنې يو ځل بيا د پکتيکا بې ګناه اوسېدونکي د وير پر ټغر کېنوي، خو موخې ته له رسېدو وړاندې د ملي امنيت د منسوبينو له خوا د دغو چاودېدونکو توکو له لېږدونکي سره يو ځای ونيول شول.

وسله والو مخالفينو تر اوسه د يادو پېښو په اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.