Language

“حکومت دې خلکو ته د هغوی په مورنۍ ژبه د زده کړو زمینه برابره کړي”

مزارشريف (پژواک، ٣ کب ٩٤): د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې لسګونه ځوانانو له حکومته په مورنۍ ژبه د زده کړو د زمینې برابرولو غوښتنه وکړه.

دغه ځوانان چې د مورنۍ ژبې د نړيوالې ورځې په پار نن (د کب ۳مه) د بلخ ولايتي شورا په انګړ کې راټول شوي وو، د دې غوښتنې تر څنګ یې په ګوګل ترانسليټ کې د پښتو ژبې د ور زياتېدو هرکلی هم وکړ.

د بلخ پوهنتون د پښتو ادبياتو استاد او د بلخ ادبي خوځښت غړي ضمير څار له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وويل چې حکومت بايد ټولو افغانانو ته په مورنۍ ژبه د زده کړو برابرولو لپاره هلې ځلې وکړي.

نوموړي زياته کړه، سره له دې چې ځینې وړې وړې ستونزې شته؛ خو حکومت مکلف دی چې دا ستونزې لرې کړي او خلکو ته د هغوی په ژبه د زده کړو برابرولو زمينه برابره کړي.

هغه د خپلو خبرو په دوام کې وويل چې لا هم په بلخ ولايت کې ډېری افغانان په خپله ژبه زده کړو ته لاسرسی نه لري.

په دغه مدني حرکت کې د بلخ ولايتي شورا يو شمېر غړو هم ګډون کړی وو.

د ولايتي شورا غړي محمد ابراهيم خير اندېش په خپلو خبرو کې د ګوګل د ژباړې په برخه کې د پښتو ژبې د ور زياتېدو په پار د دې ژبې ټولو ويونکو ته مبارکي وويله او دا کار يې د افغانستان لپاره يو وياړ وګاڼه.

هغه له دولته هم غوښتنه وکړه چې د افغانستان ټولو خلکو ته د هغوی په مورنۍ ژبه د زده کړو زمينه برابره کړي.

نوموړي زياته کړه چې د ټولو ملي او سيمه ييزو ژبو بډاينه به د افغانانو تر منځ د ملي وحدت د لا ټينګېدو لامل شي.

د يادونې ده، د فبرورۍ ۲۱مه په ټوله نړۍ کې د مورنۍ ژبې د نړيوالې ورځې په نوم نمانځل کېږي.

login or register a new account.

Related Topics