Language

د پکتیا والي: له اداري فساد سره مې جدي مبارزه پیل کړې

ګردېز (پژواک، ٣ کب ٩٤): د پکتيا والي وايي چې د اداري فساد پر وړاندې يې جدې مبارزه پيل کړې او په اداري فساد ککړ کسان به څارنوالۍ ته معرفي کړي.

د پکتيا والي نصرت الله ارسلا د کب په درېيمه دغه څرګندونې په هغې مشورتي غونډه کې وکړې چې د مدنې ټولنو غړو او قومي مشرانو هم په کې ګډون درلود.

ارسلا وويل چې د دغه ولايت له ډېرو ادارو يې سرپرستان لرې کړي او د ظرفيتونو د لوړوالي لپاره يې هلې ځلې پيل کړې دي.

هغه وايي چې له اداري فساد سره جدي مبارزه کوي او په اداري فساد ککړ کسان به د قانون منګلو ته وسپاري.

ده وويل چې ډېر ژر به د يو شمېر رييسانو په ګډون په اداري فساد ککړ ملکي او نظامي کارکوونکي څارنوالۍ ته معرفي کړي.

ده زياته کړه چې تر دې وړاندې يې هم يو شمېر کسان څارنوالۍ ته معرفي کړي خو ځيني يې د خلاصون لپاره هلې ځلې کوي.

ارسلا وايي: ((د ځينو خلکو له خوا راباندې زيات فشار دی چې په اداري فساد ککړ کسان بېرته خوشي کړم خو زه به کله هم دغو فشارونو ته تسليم نه شم.))

خو په دې غونډه کې قومي مشر ښايسته جان احدي بيا وويل چې اړوندې ادارې يواځې هغه پر فساد ککړ کسان څارنوالۍ ته معرفي کوي چې په ټيټو څوکيو کې کار کوي.

هغه زياته کړه: ((د دې کسان معرفي کولو د فساد مخنيوي په برخه کې ډېره ګټوره نه ده؛ ځکه دا ډېر واړه مامورين دي.))

ده ټينګار وکړ چې هغه لوړپوړي چارواکي بايد څارنوالۍ ته معرفي شي چې په اداري فساد کې پراخ لاس لري.

د ياد ونې ده چې په دريو دريو مياشتو کې د پکتيا د پوهنې رياست شپږ کارکوونکي او څلور پوليس د اداري فساد په تور څارنوالۍ ته معرفي شوي دي.

login or register a new account.