مزارشريف (پژواک، ۳ کب ۹۴): په بلخ ولايت کې د کليو پراختيا رياست له خوا د ملي پيوستون د پروژو په لړ کې ۳۴ ټولګټې پروژې بشپړې او ګټې اخيستنې ته چمتو شوې.
د شمال زون د ملي پيوستون د پروسې مطبوعاتي مسوولين وايي چې دغه پروژې د بلخ په چارکنت ولسوالۍ کې بشپړې شوې چې ۳۱ کلي ترې ګټمن کېږي.
د شمال زون د ملي پيوستون پروسې مطبوعاتي مسوول فريداحمد سعادت د کب په ۳مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې يادې پروژې د کليو پراختيا وزارت له خوا د ۴۰ ميليونه ۱۹۱زره او ۴۱۸ افغانۍ په لګښت جوړې شوې چې لس سلنه برخه په کې د سيمې د اوسېدونکو ده.
نوموړي زياته کړه چې په يادو ۳۴ پروژو کې د ۱۹ ټولنيزو مرکزونو او د ۶ ښوونځيو ودانۍ، ۶۲ متره استنادي دېوالونه، د څښلو د اوبو ۸ سرپټې ذخيرو جوړېدل شامل دي.
همداراز په دغو پروژو کې پر څه باندې ۱۴ کيلومتره سړک چغل اچونه هم شامله ده.
فريد احمد وويل، دغه پروژې چې د يو کال په اوږدو کې بشپړې شوې، د چارکنت ولسوالۍ د ۳۱ کليو ۳۸۳۱ کورنۍ ترې ګټه اخلي.
د چارکنت ولسوالۍ اوسېدونکي سيد جعفر پژواک ته وويل چې په دې ولسوالۍ کې د ټولنيزو چارو د ترسره کېدو په موخه د ځای د نشتوالي له جدي ستونزې سره مخ وو.
نوموړي زياته کړه چې د يادو پروژو په لړ کې د ۱۹ ټولنيزو مرکزونو د ودانيو جوړېدو دغه ستونزه تر ډېره حل کړه.
د شمال زون د ملي پيوستون د پروسې مطبوعاتي مسوول سعادت وويل چې په بلخ ولايت کې ۹۳۴ کلي د ملي پيوستون پروسې تر پوښښ لاندې راغلي دي.
نوموړي زياته کړه چې په دغه ولايت کې تر دې دمه ۲۱۷۳ پروژې بشپړې شوې دي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن