درېيم تعقيب- کندوز (پژواک، ٤ کب ٩٤): په کندوز ښار کې د چسپکي ماين د چاودنې له امله يو کس وژل شوى او د يوه ځايي مخور په ګډون اته نور ټپیان شوي او موټر یې سوځېدلى دى.
ماين په يوه سپين رنګه شخصي کرولا موټر کې ځاى پر ځاى شوى و چې نن له غرمې وړاندې شاوخوا ۹ بجې او ۵۰ دقیقې د کندوز ښار چوک ته څېرمه وچاودېد.
د کندوز د امنيې قوماندانۍ مرستيال وياند هجرت الله اکبري وايي چې دا مقناطيسي ماين د خان اباد ولسوالۍ د يوه ځايي مخور حاجي قدير په موټر پسې په سړک د تګ پر مهال چاودېدلى دى.
هغه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې پېښه کې حاجي قدير له څو کسانو سره ژوبل شوى او روغتون ته لېږدول شوى دى.
د کندوز ولايتي روغتون مشر ډاکتر نعيم منګل وويل چې په ټوله کې د حاجي قدير په ګډون اته ټپيان روغتون ته وروړل شوي دي.
د هغه د معلوماتو له مخې، حاجي قدير او څلور کسه نور په موتر کې وو، دوه لارويان او يو پوليس ترافيک په ژوبلو شوو کې شامل دي چې د دوو ټپيانو روغتيايي حالت نازک دى.
د دوو ټپيانو روغتيايي وضعيت نازک بلل شوى و چې اوسمهال (له غرمې وړاندې) د کندوز ولايتي روغتون مشر وايي چې له دوى نه يې يو د حاجي قدير همکار و چې په روغتون کې د سختو ټپونو له امله مړ شوى دى.
د پېښې په ځاى کې يوه لاس پلورونکي عبدالناصر وويل چې د دغه موټر دوه سپاره په بشپړ ډول سوځېدلي وو او امکان لري چې مړه شوي وو.
دغه عيني شاهد زياته کړه: ((کله چې چاودنه وشوه، ما پروت وکړ، وروسته اوچت شوم او ومې ليدل چې موټر اور اخيستى، په مخکني سېټ کې دوه کسه سوځېدلي او موږ ونه شو کولى چې هغوى را وباسو.))
هغه وويل چې شل دقيقې وروسته د اطفايې موټر راغى او پوليسو دوه سوځېدلي کسان له دريو نورو سره چې سوځېدلي وو په يوه رينجر موټر کې رغتون ته يوووړل.
د پژواک خبريال د پېښې له ځايه راپور ورکړ چې چاودنه د سړک په منځ شوې او د ځينو هټيو ښيښې هم ماتې شوې دي.
د ويلو ده چې د تلې په شپږمه نېټه د طالبانو له خوا د کندوز له نيولو وروسته دا لومړۍ چاودنه ده.
login or register a new account.