Language

په اندړو کې د خلکو په ځورونه تورن پاڅون کوونکى نيولى شوى

غزني ښار (پژواک، ۴ کب ۹۴): د غزني امنيتي چارواکي وايي چې په اندړو ولسوالۍ کې يې د ولسي پاڅون کوونکو د هغې پوستې مرستيال نيولى چې د خلکو په ځورونه يې لاس پورې کړى و.

په غزني کې امنيتي ځواکونو وروسته له هغه په اندړو ولسوالۍ کې د ځينو  ولسي پاڅون کوونکو پر وړاندې عمليات پيل کړل چې د دې ولسوالۍ اوسېدونکو د يو لاريون په ترڅ کې له يادو پاڅون کوونکو شکايت وکړ.

د غزني امنيه قوماندان مل پاسوال امين الله امرخېل د کب په ٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د اندړو ولسوالۍ د کجيرې په سيمه کې د ولسي پاڅون کوونکو پر وړاندې یې عمليات پيل کړي دي.

هغه وايي چې د دغو عملياتو په ترڅ کې يې د کجيرې سيمې د پوستې مرستيال احمدزى نيولى خو د پوستې قوماندان شاهين او نور ملګري يې تښتېدلي دي.

ده وويل چې نيول شوي کس له خپلو نورو ملګرو سره څو ورځې وړاندې د همدې سيمې دوه تنه ډېر سخت وهلي وو او بيا يې پر ډزو ټپيان کړي وو.

امرخېل زياته کړه: ((زموږ موخه خدمت او له خلکو څخه ساتنه ده، نه دا چې خلک ووهو او بندیان يې کړو،  هېڅ ظالم زما نه خوښېږي.))

ده وويل چې ټول هغه پاڅون کوونکي او سيمه ييز پوليس به ونيسي چې خلک ځوروي او ستونزې ورته جوړوي.

د کجيرې سيمې اوسېدونکي عبدالله پژواک ته وويل چې په دې سيمه کې امنيتي ځواکونو د هغو پاڅون کوونکو پر وړاندې عمليات پيل کړي چې خلک يې ځورول.

ده ټينګار وکړ چې نيول شوو کسانو ته بايد سخته سزا ورکړل شي؛ ځکه چې خلک يې ډېر ځورولي دي.

هغه زياتوي: ((شاهین او ټول ملګري دې ونیسي چې دا خلک يې له ظلم څخه خلاص شي، تېر کال هم ځيني کسان نيول شوي وو خو بېرته خوشي شول.))

د غزني د ولايتي شورا غړی عبدالجامع جامع هم وايي چې په اندړو ولسوالۍ کې يو شمېر ولسي پاڅون کوونکو خلکو ته ستونزې جوړې کړې دي.

هغه وايي چې امنيتي ځواکونه بايد دغه کسان ونيسي او د قانون منګولو ته یې دې وسپاري او له خپل عمل سره سمه سزا دې دې ورکړي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.