کابل (پژواک، ٥ کب ٩٤): د ارګ يوه سرچينه وايي چې ولسمشر اشرف غني، جنرال جاهد د کورنيو چارو د وزير او فريد حميدي د لوى څارنوال په توګه نوماند کړي دي.
دې سرچينې چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوله، پژواک خبري اژانس ته وويل چې ولسمشر اشرف غني د کورنيو چارو د وزير نورالحق علومي د استعفا وړانديز منلى او جنرال تاج محمد جاهد يې د هغه پر ځاى ټاکلى دى.
تاج محمد جاهد په دې وروستيو کلونو کې په هرات کې د ٢٠٧ ظفر قول اردو د قوماندان په توګه کار کړى دى.
د هغه په خبره، علومي په هالنډ کې د افغانستان د سفير په توګه ټاکل شوى دى.
دې سرچينې همدارنګه وويل چې د بشري حقونو خپلواک کمېسيون مرستيال فريد حميدي د لوى څارنوال په توګه نومول شوى او احکام يې د نورو پړاوونو لپاره په پارلماني چارو کې د دولت وزارت ته استول شوي، څو هغوى ولسي جرګې ته ور وپېژني.
پر دې سربېره، لوى پاسوال عبدالرحمن رحمان، د لوى پاسوال ايوب سالنګي پر ځاى د کورنيو چارو وزارت د ارشد مرستيال په توګه ټاکل شوى دى.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP