Language

په پکتیکا کې سیمه ییز پولیس د جلغوزیو شنې ونې وهي

ښرنه (پژواک، ٥ کب ٩٤): د پکتيکا د سر روضې ځيني اوسېدونکي وايي، په دې ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو له لوري د جلغوزيو شنې وهل کېږي.

د اړوندې موضوع په اړه د سر روضې قومي مشر ملا يعقوب پژواک خبري اژانس ته وويل، په دې ولسوالۍ کې قومي تړونونه شوي چې له مخې يې د جلغوزو او په غره کې د نورو شنو ونو وهل منع دي.

خو هغه وايي، په دې وروستيو کې يو شمېر سيمه ييز پوليسو د دې ولسوالۍ د جلغوزو د شنو ونو پر وهلو لاس پورې کړى دى.

هغه زياتوي: ((که د دې کار مخه ونه نيول شي، زه وېره لرم چې په دې برخه کې به قومي تړونونه له منځه ولاړ شي.))

د دې ولسوالۍ بل اوسېدونکي نېک محمد هم پژواک ته وويل، په دې ولسوالۍ کې ځيني سيمه ييز پوليس د جلغوزو شنې وهي.

هغه وايي: ((زموږ د قومي تړونونو له مخې، که څوک د جلغوزي او يا هم په غره کې کومه بله شنه ونه و وهي، نو نقدي جريمه کېږي؛ خو اوس دا چې پوليس حکومتي کسان دي، نو څوک ورته څه نه شي ويلى.))

ده له حکومت نه غوښتنه وکړه چې سيمه ييزو تړونونو ته درناوى وکړي او سيمه ييز پوليس دې د جلغوزو د ونو له وهلو څخه منع کړي.

هغه زياته کړه: ((دولت د دې پرځای چې د غرونو له شنو ونو څخه ساتنه وکړي، اوس يې په خپله وهي.))

د دې ولسوالۍ يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې.

د اړوندې موضوع په اړه د پکتيکا امنيتي چارواکو له څه ويلو ډډه وکړه.

خو د پکتيکا د والي وياند نبي الله پيرخېل پژواک ته وويل، د يادې شوې موضوع په اړه د سر روضې ولسوالۍ قومي مشرانو له والي سره خبرې کړې دي.

د ده په وينا، ډېر ژر به دې ستونزې ته د حل لار ولټول شي.

login or register a new account.