Language

د غزني په اندړو کې  د یوه قوماندان په ګډون څلور وسله وال وژل شوي

غزني ښار (پژواک، ٦ کب ٩٤): چارواکي وايي چې د غزني په اندړو ولسوالۍ کې د يوې چاودنې له امله د يوه قوماندان په ګډون ٧ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د اندړو ولسوال محمدقاسم ديسي وال د کب په ٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه د ولسوالۍ د مستوفي سيمې په مدرسه کې رامنځته شوې ده.

د هغه په وينا، وسله طالبانو غوښتل چې په مدرسه کې ماين جوړ کړي او وروسته يې په عامه لاره کې کېږدي، خو ماين په خپله پر دوی چاودنه کړې ده.

ولسوال وايي چې په دې چاودنه کې د بدر په نوم د طالبانو يو قوماندان له درېيو ملګرو سره وژل شوی او درې نور ټپيان دي.

ديسي وال وويل چې په دې چاودنه کې بل چا ته زيان نه دى اوښتى.

د غزني د امنيې قوماندانۍ وياند فهيم اميري هم وايي چې په ياده چاودنه کې ۷ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جان محمد په نوم د سيمې يوه اوسېدونکي پژواک اژانس ته وويل چې دوى هم د قوماندان بدر له وژل کېدو خبر شوي دي.

هغه وايي چې په دې چاودنه کې د مدرسې ودانۍ ته هم زيان اوښتى دى.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.