Language

فرهاد: د بلخ عايداتي ادارو کې د فساد له شتون څخه انکار نه شي کېدی

مزارشريف (پژواک، ۸ کب، ۹۴): د بلخ ولايت د سرپرست والي وياند د بلخ په دولتي ادارو کې فساد نه ردوي؛ خو وايي چې د افغانستان د نورو ولايتونو په پرتله خورا کم دی.

د بلخ د سرپرست والي عطامحمدنور وياند منير فرهاد د کب په ۸مه، له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل، چې په روان کال کې په دغه ولايت په بېلا بېلو برخو کې   حکومتي چارې په ښه توګه تر سره شوې دي.

نوموړي زياته کړه، چې دوی د تېرو کلونو په پرتله  د پوهنې، د کليو او د ښاري پراختيا په برخو کې لسګونه پروژې پيل او بشپړې کړې دي.

د هغه په وينا، که څه هم په روان کال کې په مزارشريف ښار کې د ناامنۍ د ځينو سترو پېښو شاهدان وو؛ خو بيا يې هم امنيت او ثبات د ستاينې وړ دی.

منير وويل، چې د روان کال په اوږدو کې د بلخ پر څارنوالۍ بريد او د هندوستان پر کونسلګرۍ د بريد هڅه ناکاره پېښې وې.

د روان کال په اوږدو کې په مزارشريف ښار کې د بلخ پر څارنوالۍ ډله ييز بريد کې له ۶۰ څخه ډېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه، چې څلور واړه بريدګر  يې له څو ساعته جګړې څخه وروسته ووژل شول.

خو د هندوستان پر کونسګرۍ د بريد په هڅه کې درې واړه بريدګر پرته له دې چې ځاني تلفات واړوي؛ له منځه يوړل شول.

منير فرهاد وويل، ښکاره ده چې دغه پېښې د امنيتي اوکشفي ارګانونو د کم کارۍ له امله رامنځ ته شوي؛ خو د مخنيوي په برخه کې يې د افغان ځواکونو هڅې د ياد وړ دي.

نوموړي پخلی وکړ چې د بلخ په ځينو ولسواليو کې نسبي ناامنۍ د هغو سيمو د بيارغونې په چارو منفي اغېز کړی دی.

د يادونې ده چې د بلخ د چهاربولک، چمتال او شولګر ولسوالۍ ځينې سيمې وخت ناوخته د ناامنۍ ښکار وي، چې عام خلک يې د بيارغونې له چارو ډېر خوښ نه دي.

د بلخ د سرپرست والي وياند په دغه ولايت کې د اداري فساد له شتون څخه انکار ونه کړ؛ خو ويې ويل  چې د هېواد د نورو ولايتونو په پرتله خورا کم دی.

نوموړي وويل، دوی هره شېبه په دې اړه کار کوي چې څرنګه د فساد د مخنيوي په برخه کې د خلکو ملاتړ له ځانه سره  ولري .

login or register a new account.