Language

وسله وال طالبان زرمت کې د امنيتي ځواکونو د يوې قرارګاه د نيولو ادعا کوي

ګردېز(پژواک،٨کب٩٤): وسله وال طالبان ادعا کوي چې د پکتيا ولايت په زرمت ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو يوه لويه قرارګاه يې نيولې، خو د دې ولايت امنيتي چارواکي بيا وايي چې دغه قرارګاه دوى خپله پرېښې ده.

د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې د پکتيا ولايت د زرمت ولسوالۍ په کولاګو سيمه يې د امنيتي ځواکونو يوه لويه قرارګاه نيولې ده.

هغه وايي: (( د پرله پسې بريدونو له امله موږ دغه قرار ګاه نيولې او اوس يې په سر باندې د طالبانو سپين بېرغ رپاند دى.))

دى وايي چې د دې قرار ګاه تر نيولو وروسته يې د زرمت ولسوالۍ د نيولو هڅې هم پيل کړې دي.

خو د پکتيا امنيه قوماندان مل پاسوال قادرګل ځدراڼ پژواک ته وويل چې دغه قرارګاه امنيتي ځواکونو په تکتيکي ډول سره پرېښې ده.

ده زياته کړه: (( ولسمشر امر کړى په هغو ځايونو کې چې پوستو ته ډيره اړتيا نه وي بايد ټولې شي او په نورو سيمو کې دې ځاى پرځاى شي چې د کولاګو قرارګاه هم په همدې ډله کې ده.))

هغه وويل چې په کولاګو سيمه کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ کومه نښته نه ده شوې.

د کولاګو د سيمې يوه اوسېدنکي بسم الله پژواک ته وويل چې نن سهار امنيتي ځواکونو دغه قرارګاه پرېښوده او طالبانو ونيوله.

خو هغه وايي: (( کله چې ملي ځواکونو قرارګاه پرېښوده او د ولسوالۍ خواته روان و، نو طالبانو پرې بريد وکړ  چې بيا وروسته طالبانو په قرارګاه باندې خپل بيرغ هم پورته کړ.))

ده وويل چې تر دې وړاندې هم څو ځلې وسله والو طالبانو په دې قرارګاه باندې بريدونه کړي و.

زرمت د ګردېز ښار لوېديځ ته په ٤٠ کيلومترۍ کې پرته ولسوالۍ ده او کولاګو بيا د زرمت ولسوالۍ لوېديځ ته پرته سيمه ده چې له غزني ولايت سره هم ګډه پوله لري.

login or register a new account.