Language

امنيه قوماندان : کندوز به له  وسله والو طالبانو پاک کړو

کندوز( پژواک،٩ کب ٩٤) : د کندوز امنيه قوماندان ادعا کوي چې  دشت ارچي او خان اباد ولسواليو کې د چاڼيزو عملياتو پرمهال   د دولت ٧١ مخالف وسله وال ووژل شول او لسګونه نور ټپيان دي.

دا عمليات څلور ورځې وړاندې  دشت ارچي ولسوالۍ کې د اردو،پوليسو، ملي امنيت او سيمه ييزو پوليسو په ګډون پيل شوي دي.

د کندوز امنيه قوماندان مل پاسوال قسيم جنګلباغ چې په دې عملياتو کې يې برخه اخيستې وه، وويل چې دشت ارچي ولسوالۍ کې د څو قوماندانانو په ګډون  د دولت ٦١ وسله وال مخالفين وژل شوي دي.

د نوموړي په وينا، د وسله والو مخالفينو يو شمېر مړي د جګړې په ډګر کې پاتې دي.

جنګلباغ وويل چې د افغان ځواکونو هوايي عملياتو په ترڅ کې چې تېره شپه د چهاردرې او خان اباد ولسواليو په بېلابېلو سيمو کې ترسره شول، ١٠ طالبان په کې وژل شوي ، پنځه ټپيان دي او دوه نور نيول شوي دي.

امنيه قوماندان زياته کړه :" ډېر ژر به د کندوز ټولې ناامنې سيمې د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاکې شي."

شمال ختيځ کې د ٢٠ فرقې مطبوعاتي مسوول ډګرمن غلام حضرت کريمي پژواک خبري اژانس ته وويل چې د خان اباد ولسوالۍ د اقتاش سيمې جګړه کې د مُخلص او مظهر په نومونو د طالبانو دوه ډلمشران هم وژل شوي دي.

نوموړي زياته کړه چې د اقتاش سيمې جان قطغن او دولتيار کلي هم چاڼ شوي او جګړه روانه ده.

امنيتي مسوولينو تر دې وړاندې ويلي و چې د عملياتو پرمهال ددشت ارچي لپاره د طالبانو نومول شوى ولسوال ملاشاکر له ٩ طالبانو سره وژل شوى دى.

په ورته وخت کې د ٢٠ فرقې د لوا قوماندان جنرال احمد "حبيبي" وويل :" عمليات به زور واخلي او هغه مهال به ودرېږي چې له دې ولسوالۍ څخه د طالبانو ټولې ځالې له منځه لاړې شي."

خو د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ادعا کړې ده چې دې جګړو کې دولتي ځواکونو ته درانه تلفات اوښتي دي.

د نوموړي په وينا، دشت ارچي کې يو دولتي ټانک ويجاړ شوى  او په کې ناست ټول پرسونل يې وژل شوي او ټپيان دي، د کومانډو درې سرتېري هم وژل شوي او دوه نور يې ژوبل دي.

login or register a new account.

Related Topics