Language

د ښځينه پوليسو د شخصيت ساتنې برخه کې د تبليغاتي هڅو غوښتنه وشوه

مزارشريف (پژواک، ۹ کب ۹۴): د بلخ ولايت ښځينه مدني فعالانو له امنيتي مسوولينو څخه د ښځينه پوليسو د شخصيت ساتنې په برخه کې د تبليغاتي هڅو غوښتنه وکړه.

دوی همداراز د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د کچې د کمښت په موخه د ټېلېفوني شمېرې د فعالېدو غوښتنه هم وکړه، چې د ستونزې پر مهال ورسره مېرمنې له خپلو کورونو له پوليسو سره په اړيکه کې شي.

د بلخ په امنيه قوماندانۍ کې د کب په ۹مه، د دغه ولايت ګڼ شمېر ښځينه مدني فعالانو د يادې قوماندانۍ له مسوولينو سره ګډه ناسته وکړه.

د بلخ ولايت مدني فعالې مېرمن ماريا رهين ياده ناسته کې د خپلو خبرو په ترڅ کې وويل، دوی وياړي چې افغان مېرمن د نارينه وو تر څنګ د وطن ساتنې په برخه کې ونډه اخلي.

نوموړې زياته کړه چې لا هم په ټولنه کې د پوليسو په ليکو کې د مېرمنو د جذب په برخه کې ځينې ګونګسې شته، چې بايد د تبليغاتي چارو په تر سره کولو يې حقيقي تصوير وړاندې کړای شي.

رهين وويل، چې د تېرو وختونو د ناسمو فکرونو له امله کله چې کومه مېرمن د پوليسو په ليکو کې کار کولو ته زړه ښه کړي؛ نو پر وړاندې يې د خلکو ذهن ته زرګونه ناسالم فکرونه لاره کوي.

نوموړې زياته کړه: ((خلک فکر کوي چې د دغې مېرمنې اخلاق خوندي پاتې کېدای شي يا نه، خدای مه کړه، ناوړې ګټې اخيستنې ته به برابرېږي يا نه برابرېږي.))

هغې د همدې اندېښنې له امله له امنيه قوماندان څخه هيله وکړه، چې په خپلو راپورونو او ناستو کې په دې ټينګار وکړي، چې د پوليسو ليکو ته د داخلېدونکې هرې مېرمنې ژوند له هره اړخه خوندی دی.

خو په ياده ناسته کې د بلخ امنيه قوماندانۍ د جندر مسوولې مېرمن نجيبې وويل، چې دوی په خپله دنده کې هوسا دي او له هېڅ ډول ستونزې سره نه دي مخ شوي.

نوموړې زياته کړه، چې د امنيه قوماندانۍ په چوکاټ کې له سلو زياتې مېرمنې فعاليت کوي، چې ۶۲ يې ساتنمنې او افسرانې دي او ۴۳ تنه يې سربازانې دي.

ښځينه مدني فعالينو په ياده ناسته کې له امنيه قوماندان څخه د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د کچې د کمېدو په موخه د ټېلېفوني شمېرې د فعالېدو غوښتنه هم وکړه.

مدنې فعالې مېرمن صدف غياثي د خپلو خبرو په ترڅ کې وويل، چې پوليس د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د کچې په کمېدو کې ښه برخه اخيستی شي.

login or register a new account.

Related Topics