Language

دشت ارچي کې ١٧ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

کندوز(پژواک، ١٠ کب ٩٤): د کندوز په دشت ارچي ولسوالۍ کې وسله والو مخالفينو او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کندوز امينه قوماندان مل پاسوال محمد قسيم جنګلباغ وايي چې د تېرې شپې په چاڼيزو عملياتو کې شپږ وسله وال مخالفين د دشت ارچي مومن پله ته نږدې وژل شوي او ١٠ نور  ټپيان شوي دي.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په وژل شوو کې يو طالب ډلمشر هم شامل دى چې کشفي ارګانونو يې تر اوسه نوم نه دى څرګند کړى.

 جنګلباغ زياته کړه چې په دې عملياتو کې اردو، پوليس، ملي امنيت او سيمه ييزو پوليس برخه لري چې يوه پيکا، يوه مخابره او څلور کلاشينکوفونه يې هم تر لاسه کړي دي.

هغه زياته کړه چې د عملياتو په ترڅ کې امنيتي ځواکونو او ځايي خلکو ته زيان نه دى رسېدلى.

خو د دشت ارچي د باجوړيو کلي اوسېدونکي شمس الحق وويل چې د استوګنې پر يوه کور د راکټ مرمۍ لګېدو له امله يو کس وژل شوى او  څلور نور ژوبل شوي چې ښځې او ماشومان په کې دي.

 هغه زياته کړه:((د خلکو په کورونو راکټونه لګيږي، خو معلومنه ده چې څوک يې توغوي، زموږ له طالبانو او دولت څخه غواړو چې خلک دې نه وژني.))

خو د کندوز امنيه قوماندان وويل چې وسله والو مخالفينو د خلکو په کورونو کې مورچې نيولې چې امنيتي ځواکونه په نښه کوي، خو بيا هم عمليات په منظم او دقيق ډول مخته ځي او د ملکي مرګ ژوبلې مخنيوى کېږي.

 طالب وياند ذبيح الله مجاهد د خپل لوري د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويلي او ادعا کوي چې دولتي چورلکو د بهرنيو ځواکونو په ملاتړ د دشت ارچي ولسوالۍ د استوګنې سيمې بمبار کړي چې د ملکي مرګ ژوبلې په اړه يې تر اوسه معلومات نه لري.

login or register a new account.