مزارشريف (پژواک ۱۱ کب ۹۴) : د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د المان کونسلګري مسوولين وايي، چې له افغانستان سره به دالمان هېواد مرستې د تېر په څېر روانې وي.
په مزارشريف کې د المان کونسلګري سرکنسل ډاکټر اولي ديل Dr. Oli Diehl د کب په ۱۱مه، د سوداګريزو خونو لخوا د ۱۲۰ ځوانانو د کارموندنې د ښوونيز پروګرام په وياړ د جوړې شوې غونډې په څنډه کې پژواک خبري اژانس ته وويل چې المان له افغانستان سره د مرستې کولو په برخه کې ژمن دی.
د ځوانانو لپاره د کارموندنې ښوونيز پروګرام د المان په مالي ملاتړ د بلخ سوداګريزو خونو لخوا جوړ شوی و چې ۱۲۰ ځوانانو په کې برخه اخيستې وه.
د سوداګريزو خونو د عامه اړيکو مسوول نصير احمد قاسمي پژواک ته وويل، چې د ياد ښوونيز پروګرام له لارې چې د المان لخوا يې مالي ملاتړ شوی، هڅه کوي په بلخ ولايت کې د ځوانانو لپاره د دندو اسانتيا برابره کړي.
په مزارشريف کې د المان کنسل وويل، چې هېواد يې هر کال په افغانستان کې ۵۰۰ ميليونه امريکايي ډالرو په لګښت پراختيايي چارې او پانګونه کوي.
د هغه په وينا، دا چې د دوی د ميشتېدنې تمرکز په شمال او په ځانګړې توګه بلخ ولايت کې دی نو د مرستو ډېره برخه يې هم په دغه سيمه کې لګول کېږي.
ډيل وويل، چې دوی د ځوانانو د هراړخيز وړتيا او رشد په برخه کې هم کار کولو ته ژمن دي، څو افغان ځوانان په خپل هېواد کې پاتې شي او پرمختګ ته لار هواره کړي.
نوموړي زياته کړه، چې د ننني پروګرام مالي ملاتړ يې د دوی د هڅو ښه بېلګه ده.
د هغه په وينا، بهرنيو ملکونو ته د ځوانانو تېښته د افغانستان له سترو ستونزو څخه ده، چې بايد حل کړای شي.
د يادونې ده چې په تېر يوه کال کې شاوخوا ٢٥٠ زره افغانان بهرنيو هېوادونو او په ځانګړې توګه اروپا او جرمني ته تللي دي.
المان يو له هغو هېوادونو څخه دی، چې په تېره لسيزه کې په بلخ ولايت کې د ياد وړ پراختيايي چارې يې تر سره You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.