مزارشريف (پژواک، ۱۲ کب ۹۴): د بلخ ولايت خبريالان وايي چې معلوماتو ته د لاسرسي قانون په اړه دولتي چارواکي او ځيني خبريالان معلومات نه لري.
نږدې يو کال کېږي چې د افغان دولت له خوا معلوماتو ته د لاسرسي قانون تصويب او توشېح شوی دی.
د بلخ په مرکز مزاشريف ښار کې د کب په ۱۲مه د شمال زون د ځینو خبريالانو او د اطلاعات او فرهنګ رياست تر منځ د بشري حقونو په رياست کې د ياد قانون په تړاو ناسته وشوه.
د اطلاعات او فرهنګ رييس صالح محمدخليق د يادې ناستې په څنډه کې پژواک ته وويل چې دغه قانون په ۶ څپرکو او ۳۲ مادو کې تصويب شوی دی.
نوموړي زياته کړه چې د دغه قانون د څلورم څپرکي په ۱۶مه ماده کې راغلي چې بايد د پلي کېدو لپاره يې لومړی په مرکز او وروسته په ولايتونو کې د څار کمېسيون جوړ کړای شي.
د هغه په وينا، نن دوی په بلخ کې معلوماتو ته د لاسرسي قانون د څار کمېسيون د جوړېدو په موخه د مدني او د خبريالانو ټولنو له ځينو استازو سره ناسته وکړه.
خليق وويل چې ياد کمېسيون به ۱۳ کسان ولري چې د ځينو دولتي ادارو د استازو تر څنګ به په کې د سياسي ګوندونو، مدني ټولنو، د خبريالانو د ټولنو او د حقوقي بنسټونو د ټولنې استازي شامل وي.
په بلخ ولايت کې د خبريالانو د ټولنو ځينو استازو د ياد کمېسيون پر جوړېدو خوښي وښوده؛ خو زياته يې کړه چې لا هم له ياد قانون څخه د دولتي چارواکو تر څنګ ځيني خبريالان هم معلومات نه لري.
په بلخ کې د شمال زون د خبريالانو د ټولنې د رهبرۍ شورا غړي کاظم حيدري وويل چې د ياد قانون له جوړېدو يو کال تېرېږي؛ خو لا يې په اړه معلومات کم دي.
نوموړي زياته کړه، دغه قانون چې ډېری تړاو يې په خبريالانو او دولتي چارواکو پوړې دی، په اړه يې پوره معلومات نه لري چې قانون له څه شي څخه بحث کوي.
د طلوع تلويزون خبريال عارف موسوي وويل چې لومړی بايد د دغه قانون د تشريح او پرې د پوهېدو اسانتيا برابره شي.
نوموړي زياته کړه چې اطلاعات او فرهنګ رياست بايد خبريالانو او دولتي چارواکو ته د ياد قانون په اړه معلومات ورکړي.
login or register a new account.