مزارشريف (پژواک، ۱۵ کب ۹۴): د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د ماشومانو لپاره د ګوډيو تياتر نندارې ته وړاندې شو.
دغه تياتر د کب په ١٥مه د بلخ ولايت مقام د غونډو په تالار کې نندارې ته وړاندې شو چې د لويانو ترڅنګ ماشومانو هم په کې برخه اخيستې وه.
دغه تياتر د المان هېواد په مالي مرسته چمتو شوى و.
ياده ننداره د المان هېواد هنري اثر دى چې د افغان ليکوال سميع حامد له خوا دري ته ژباړل شوی و او د پرواز هنري ګروپ لخوا د ګوډيو په مرسته نندارې ته وړاندې شو.
د بلخ ولايت د اطلاعات او فرهنګ ر ييس صالح محمد خليق د يادې نندارې په څنډه کې پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په ننداره کې د انسانانو تر منځ د بېلا بېلو توپيرونو له امله د پيدا شوي واټن د کمېدو هڅه شوې ده.
نوموړي زياته کړه، چې ورته تياتر پروګرامونه د ماشومانو د ذهني ودې په برخه کې ښه اغېز لرلی شي.
په مزارشريف کې د المان کونسلګري سرکنسول اولي ديلOli Diehl د تياتر په پيل کې د خپلو خبرو په ترڅ کې وويل، چې ياد پروګرام د المان او افغانستان تر منځ د هراړخيزو اړيکو او ملاتړ ښه بېلګه ده.
نوموړي زياته کړه، چې المان به له دې وروسته هم له افغانستان سره په بېلا بېلو برخو کې خپل ملاتړ او اړيکې ټينګې وساتي.
اته کلنې بلهيکا، چې له خپل پلار سره د تياتر نندارې ته راغلې وه، پژواک ته يې د تياتر په ليدو خوښي څرګنده کړه.
نوموړې په لږو خبرو کې د تياتر په ليدو د خپلې ساعتيرۍ يادونه وکړه.
د بلخ د اطلاعات او فرهنګ رييس وويل، چې د ګوډيو تياتر په افغانستان کې ځانګړې مخينه نه لري؛ خو په بلخ ولايت کې دويم ځل دی چې د ماشومانو لپاره د ګوډيو تياتر نندارې ته وړاندې کېږي.
login or register a new account.