Language

لوګر کې اووه سوه کیلوګرامه تریاک نیول شوي

پل علم (پژواک، ١٦ کب ٩٤): د ملي امنيت ځواکونو د لوګر ولايت په خوښۍ ولسوالۍ کې اووه سوه کيلوګرامه ترياک له اووه موټرو سره نيولي دي.

د لوګر د والي وياند سليم صالح د کب په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره ورځ د ملي امنيت ځواکونو د خوښۍ ولسوالۍ په دوبندې سيمه کې عمليات کړي دي.

هغه وايي چې د دغو عملياتو پر مهال د ملي امنيت ځواکونو ٧ سوه کيلوګرامه ترياک له ٧ موټر سره نيولي دي.

هغه وايي چې په دغو موټرو څلور فولډر، دوه ډاډسن او يوه هينو شامل دي.

ده زياته کړه چې له يادو موټرو ٣٥٠ کيلوګرامه امونيم نايتريت، دوه سوه کيلوګرامه پوتاشيم او ١٢ کيلوګرامه چاودېدونکي توکي هم ترلاسه شوي دي.

د صالح په وينا، د يادو توکو په تړاو تر اوسه څوک نه دي نيول شوي خو د نيولو لپاره يې هڅې روانې دي.

ده وويل چې دغه نشه يې توکي له ختيځو ولايتونو څخه لوګر ته راوړل شوي وو او له دې ځايه نورو ولايتونو ته لېږدول کېدل.

دغه راز صالح وويل چې د ملي امنيت ځواکونو د خوښۍ ولسوالۍ د دوبندي سيمې په يوه بل کلي هم عمليات کړي دي چې يو تن يې له وسله والو مخالفينو سره د همکارۍ په تور نيولى دى.

د هغه د معلوماتو له مخې، له ياد کس څخه يو کلاشينکوف، ١٣ماينونه، درې ريموټ کنټرول ماينونه او ٣٠ د هاوان سرګلولې ترلاسه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې شاوخوا لس ورځې وړاندې هم د ملي امنيت ځواکونو د خوښۍ ولسوالۍ په شينکې سيمه کې عمليات کړي وو او اووه سوه کيلوګرامه ترياک نيولي وو.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.