Language

شاهين قول اردو ته دوه بم غورځوونکې الوتکې ورکړل شوې

مزارشريف (پژواک، ١٧ کب ۹۴): د شمال زون د ملي اردو مسوولين وايي چې په دغه زون کې افغان هوايي ځواکونه په پرله پسې توګه د سمبالېدو په حال کې دي.

دغه څرګندونې د شمال زون د ۲۰۹ شاهين قول اردو قوماندان جنرال عبدالحميد حميد د کب په ١٧مه د دغه زون هوايي ځواکونو ته د A29 په نامه د بم غورځوونکو دوو الوتکو په تړاو د خبري ناستې په ترڅ کې خبريالانو ته وکړې.

په شمال زون کې د ناټو د غوڅ ملاتړ قومانداني په دغه زون کې افغان هوايي ځواکونو ته د A29 په نامه دوه بم غورځوونکې الوتکې وسپارلې.

د ۲۰۹ شاهين قول اردو قوماندان جنرال عبدالحميد حميد د شمال زون د ناټو د غوڅ ملاتړ قوماندانۍ له قوماندان جنرال رينک، د دغه ۷۰۷ پامير قوماندان جنرال بابا جان او هوايي ځواکونو قوماندان جنرال اشرف کاکړ سره په ګډه خبري ناسته کې وويل چې د افغان ځواکونو هوايي ځواک په پرله پسې توګه د سمالېدو په حال کې دی.

نوموړي زياته کړه چې سږ کال تر دې مهاله افغان هوايي ځواکونو د MI35  په نامه چورلکې، د A29 په نامه الوتکې چې بمبار کوي او راکټ هم فير کولی شي، ترلاسه کړې دي.

همداراز هوايي ځواکونو په روان کال کې د Scan Eagle په نوم د کشف الوتکې هم ترلاسه کړې، چې په ۵۰۰۰ متره لوړوالي کې الوتنه کوي او له مرکزه ۱۰۰ کيلومتره لرې تللی شي.

login or register a new account.