Language

د غزني په ولسوالیو کې لا هم سپي جنګول کېږي

غزني ښار (پژواک، ۱۸ کب ۹۴): د غزني د امنيې قوماندانۍ تر اعلان وروسته په غزني ښار کې د سپيو جنګول بند شوي خو په ولسواليو کې يې اوس هم دغه لړۍ روانه ده.

د غزني امنيه قوماندان مل پاسوال امين الله امرخېل شاوخوا يوه مياشت وړاندې اعلان وکړ چې په دغه ولايت کې د سپيو جنګول منع دي.

امرخېل وروسته تر هغه دغه اعلان وکړ چې د سپيو جنګولو په ميدان کې د پوليسو پر رينجر موټر چاودنه شوه او دوه پوليس په کې ټپيان شول.

امرخېل ويلي وو: ((که هر څوک سپي وجنګوي نو له سپيو سره به يې يو ځاى بندي کړم.))

تر ياد اعلان وروسته اوسمهال يواځې په غزني ښار کې سپي نه جنګول کېږي خو په ولسواليو کې دغه لړۍ روانه ده.

د غزني ولايت د ده يک ولسوالۍ اوسېدونکي عبيدالله پژواک ته وويل چې د دې ولسوالۍ تر څنګ په اندړو، ګيرو، مقر، ګيلان، اب بند او په ځينو نورو ولسواليو کې د رخصتيو په ورځو کې سپي جنګول کېږي.

ده وويل: ((ډېرى وخت دلته خلک سپي جنګوي او شرطونه هم پرې تړي.))

دغه راز د ګيلان ولسوالۍ اوسېدونکي احمدخالد پژواک ته وويل: ((دلته ډېرو خلکو جنګي سپيان ساتلي دي او ډېر لوړ قيمتونه هم لري او هر وخت يې جنګوي او شرطونه هم پرې لګوي.))

ده وويل چې په دې ولسوالۍ کې د هرې جمعې په ورځ په ټاکل شوي ځاى کې سپي جنګول کېږي او ډېر خلک يې نندارې ته هم ورځي.

هغه د غزني پر امنيتي چارواکو نيوکه وکړه چې د سپيو جنګولو په برخه کې يې ونه شو کولاى خپله پرېکړه په ولسواليو کې هم عملي کړي.

خو بيا د غزني ښار اوسېدونکي فهيم پژواک ته وويل: ((په دغه ولايت کې تفريحي پارکونه نشته، خلک کار نه لري نو مجبوراً يې سپي جنګولو ته مخه کړې ده.))

خو ديني عالمان د اسلام له نظره د سپيو جنګول حرام بولي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.