ګردېز (پژواک، ١٨ کب ٩٤): د پکتيا ولايت د کرنې رياست چارواکي وايي چې د ولايتي شورا غړو له دغه رياست څخه زينتي بوټي په زور وړي دي.
د پکتيا د کرنې رييس ذبيح الله حسن زي د کب په ١٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې څو ورځې وړاندې د هرې ولسوالۍ لپاره يې له دوو سوو څخه تر پنځه سوو پورې زينتي بوټي جلا کړل.
هغه وويل: ((موږ وويل چې دا به د ولسواليو شوراګانو ته ورکړو تر څو يې په مناسبو ځايونو کې کېنوي خو د ولايتي شورا ځيني غړي راغلل او دغه بوټي په زروه له ځان سره يووړل.))
هغه وايي چې د ولايتي شورا ځينو غړو دغه بوټي پر خپلو خپلوانانو ويشلي دي خو بيا ځينو نورو په بازار کې پلورلي دي.
خو د پکتيا د ولايتي شورا غړي سردارمحمد ملنګ پژواک ته وويل چې د کرنې له رياست څخه يې په زوره بوټي نه دي وړي.
هغه وايي چې د بوټو په بدل کې د کرنې رياست ته شپږ زره افغانۍ ورکړې دي.
ده وويل: (( د کرنې رياست دې په دې برخه کې يو سند وړاندي کړي بيا زه هر ډول ملامتۍ ته تياري يم.))
خو د پکتيا د ولايتي شورا منشي محمد الرحمن قادري هم پژواک ته وويل چې د دې شورا يو شمېر غړو د کرنې له رياست څخه په زوره زينتي بوټي وړي دي.
هغه وويل چې دغه عمل په کلکه غندي او له اړوند ارګانونو يې غوښتنه وکړه چې دغه موضوع جدي وڅېړي.
login or register a new account.