Language

پوليس: د کندوز په چهار دره کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې

کندوز(پژواک، ١٨ کب ٩٤): امنيتي چارواکي د کندوز په چهار دره ولسوالۍ کې طالبانو ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو او پنځو کلونو د چاڼ خبر ورکړى، خو طالبان وايي چې اوو دولتي ځواکونو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

  د کندوز امنيه قوماندان مل پاسوال محمد قسيم جنګلباغ وايي چې طالبانو ته دا مرګ ژوبله د امنيتي ځواکونو په ګډو چاڼيزو عملياتوکې اوښتې، خو کشفي ارګانونو تر اوسه د مرګ ژوبلې له کره شمېرې راپور نه دى ورکړى.

  هغه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې عملياتو چې تېره شپه پيل شوي، د غونډي، خروټي، خلازيي او پل سيدامين کلي د طالبانو له شتن نه پاک شوي او د هغو اته پوځي مرکزونه يې له منځه وړي.

د جنګلباغ په خبره، امنيتي ځواکونو ته زيان نه دى رسېدلى.

خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې د عامه نظم درې پوليس په چهادره ولسوالۍ کې وژل شوي او څلورو نور ژوبل شوي دي.

د هغه په خبره، په دې عملياتو کې د دولتي عسکر او پوليسو ترڅنګ اربکيان هم د طالبانو پر وړاندې جګړه کوي او طالبانو ته زياته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

دغونډي کلي اوسېدونکي سيداحمد شاه وويل چې دولتي ځواکونو دا کلى له اتو مياشتو وروسته نن له طالبان پاک کړى، خو طالبان په خلازي او خروټي کلو کې مقاومت کوي او دولتي ځواکونو پر يادو کلو د توپونو ډزې کوي او له ملکي مرګ ژوبلې خبر نه لري.

هغه زياته کړه، د جګړې په سبب دده د کورنۍ په ګډون ٢٠ کورنۍ  ګاونډي کلي ته تللې وې او دادي د امنيت په راتلو سره بېرته را ستنې شوې.

د کندوز امنيه قوماندان ددې پخلى وکړ چې يوش مېر بې ځايه شوې کورنۍ اوسمهال بېرته را ستنې شوې او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د ويلو ده چې د کندوز نوي والي اسدالله عمرخيل د روانې مياشتې په لومړيو کې د چهادرې ولسوالۍ نه ليدنه وکړه او خلکو ددې ولسوالۍ په شاوخوا کېد طالبانو پر شتون اندېښنه وښوده او د چاڼيزو عملياتو غوښتنه يې کړې وه.

login or register a new account.

Related Topics