تالقان (پژواک، ٢٢ کب ٩٤): د تخار لسګونو ديني عالمانو د يوې غونډې په ترڅ کې له حکومت څخه د يوه وژل شوي ديني عالم د قاتل د نيولو او د بل د خوشې کولو غوښتنه وکړه.
دغه غونډه چې د کب په ٢٢مه، د ولايت په مرکز تالقانو ښار کې جوړه شوې وه، ګډونوال ديني عالم او ددغې غونډې جوړونکي مولوي احسان الله پژواک خبري اژانس ته وويل چې درې ورځې وړاندې د تالقانو په سراى سنګ سيمه کې ديني عالم مولوي محمد امين د ناڅرګندو وسله والو له لوري ووژل شو.
هغه زياته کړه چې ياد ديني عالم په سرای سنګ مدرسه کې له سهار لمانځه مخکې د ناڅرګندو وسله والو پر ډزو وژل شوی دی.
نوموړی وايي: ((مولوی محمد امين د مدرسې مسوول و، خو سيمه ييز چارواکي يې تر اوسه پوښتنه نه ده کړې، موږ له دولت څخه غواړو چې د مولوي صيب قاتلين ونيسي او قانوني چلند ورسره وشي.))
د يادې غونډې يو بل ګډونوال او ديني عالم مولوي خال مراد وويل چې دولت بايد د ديني عالمانو امنيت خوندي کړي.
نوموړی وايي، د دې پر ځاى چې امنيتي ځواکونه د وژل شوي ديني عالم قاتلين ونيسي،د مولوي عبدالکبير په نامه بل ديني عالم يې نيولى دى.
هغه وايي: ((مولوي عبدالکبير بېګناه دی، ديني عالمانو ته دسيسې جوړېږي، موږ له دولت څخه غواړو چې د ديني عالمانو امنيت خوندي کړي او زموږ له بېځايه تعقيبولو دې لاس واخلي.))
دوی شعارونه ورکول، تر هغه چې د مولوي محمد امين قاتلين و نه نيول شي او مولوي کبير خوشې نه شي، خپلو لاريونونو ته به ادامه ورکوي.
د تخار د والي وياند سنت الله تيمور پژواک خبري اژانس ته وويل چې د مولوي محمد امين د وژل کېدو په تور يې ۵ کسان نيولي دي.
د هغه په وينا، دا لا معلومه نه ده چې ټول نيول شوي کسان ګرم دي که نه، خو موږ يې په اړه څېړنې پيل کړې دي، انشالله تر سبا پورې بۀ قاتل معلوم شي.
ويل کېږي چې مولوي عبدالکبير له وسله والو طالبانو سره د اړيکو درلودو په تور نيول شوی، خو د تخار د والي وياند وايي چې ددغې دوسيې د څېړلو لپاره هم کسان ګومارل شوي دي.
login or register a new account.