کابل (پژواک، ٢٣ کب ٩٤): په افغانستان کې د اروپايي ټولنې سفير، په افغانستان کې د پراخ اداري فساد په اړه د اندېښنې څرګندولو ترڅنګ وايي چې دا ټولنه چمتو ده چې له دې پديدې سره د مبارزې په برخه کې مرسته وکړي، خو د خلکول له ګډون پرته به د معافيت کلتور له منځه وړل ګران وي.
فرانز مېشل ميلبين، دا موضوع په افغانستان کې له فساد سره د دې ټولنې د مبارزې د دوه مياشتني کمپاين د پيل پر مناسبت له پژواک خبري اژانس سره د ځانګړې مرکې په ترڅ کې څرګنده کړه.
افغانستان چې د اداري فساد په برخه کې د نړۍ له فاسدو هېوادونو ګڼل شوى، نوموړي له فساد سره د مبارزې په برخه کې د افغان حکومت د اقداماتو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: ((اړينه ده چې د حکومت له خوا له فساد سره د مبارزې په برخه کې له پخوا نه هم زيات اقدامات وشي او حکومت هم دا درک کوي، موږ په دې برخه کې د پام وړ پرمختګونو په تمه يو.))
نوموړي په دې اړه چې فساد د افغان حکومت اعتبار ته څومره زيان رسولى؟ وويل: ((څه چې موږ وينو دا دي چې افغانان اوسني وضعيت ته په پام سره ترجيح ورکوي چې بدو کارونو ته مخه کړي؛ ځکه چې دوى احساسوي چې ګني حکومت د هغه کار ترسره کولو توان نه لري چې تمه يې ترې کوله.))
دغه لوړپوړي غربي ديپلوماټ زياته کړه: ((افغان حکومت له فساد سره د مبارزې په برخه کې د بېلابېلو لاملونو په سبب بريالى نه و، د حکومتولۍ او حکومتي بنسټونو کمزوري چې خپل کارونه يې په سم ډول نه دي ترسره کړي. څو نور عاملونه له يو بل سره يو ځاى شوي، کله چې تاسې کمزورى او فاسد عدلي او قضايي سيستم لرى، دا ډېره ګرانه ده چې تاسې دې په نورو ساحو کې له فساد سره مبارزه وکړى او کله چې شورشګري روانه وي، نو شته فساد تازه روح ورکوي.))
فرانز د افغانستان په پرمختګ او پراختيا د فساد پر منفي اغېزو د ټينګار تر څنګ وويل چې فساد په هېواد کې سوله او ثبات کمزورى کوي او له همدې امله اړينه ده چې دا ښکارنده په امنيتي بسټونو کې هم ورکه او په دفاع او کورنيو چارو وزارت کې له مالي چارو غوره مديريت اقدام وشي.
هغه د خپلو خبرو په ترڅ کې په نورو ادارو کې هم فساد ته اشاره وکړه او څرګنده يې کړه چې نړيوالو مرسته کوونکو په ځينو برخو لکه ښووونه روزونه او روغتيايي چارو کې ډېرې پيسې ځانګړې نه کړي، خو هغه وخت چې د هغو له خونديتوب او سمې کارونې نه ډاډمن شي.
د اروپايي ټولنې استازي وويل: ((تر هغه چې د فساد ستونزه پراخه ده، موږ اړتيا لرو چې دقيق وو، پر ځانګړو کمزوريو تمرکز وکړو او هغو ته د کړنلارې په توګه وګورو، پر افغان حکومت لازمه ده چې دا کار وکړي او په جدي ډول سره دا ستونزه حل کړي.))
د هغه په خبره، فساد په هېواد کې له انا امنۍ سره مرسته کوي، جګړه مارو او نورو جنايت کارو او جګړه مشرانو ته اجازه ورکوي چې په افغانستان کې خپل غير قانوني فعاليت ته دوام ورکړي او حتى کانونه په سم ډول نه استخراجېږي، بلکې د افغانستان د خلکو پر ضد ترې کار اخيستل کېږي.
ميشل ميليبين زياته کړه: ((نورې ستونزې هم شته، خو په دولتي ادارو کې فساد د جګړه مارو د پياوړتيا سبب شوى، تر دې چې هغوى له حکومت نه هم د غوره روحيې او موقعيت ادعا وکړي، دا بهير بايد دوام پيدا نه کړي او د تمايز دا وجه بايد د ټولو افغانانو په افکارو کې شته وي چې يو مشروح حکومت، حکومت دى چې کولى شي باور پرې وکړي، جګړه مارې دښمني ده چې بايد مبارزه ورسره وشي.))
دغه لوړپوړي اروپايي ديپلومات په ټينګار سره وويل: ((زه باور لرم چې نه يواځې حکومت له فساد سره د مبارزې په برخه کې مسووليت مني، بلکې خلک هم بايد په پرېکنده ډول له حکومته په دې برخه کې ځواب وغواړي.))
خو د اروپايي ټولنې سفير به ډاګه کړه: ((په افغانستان کې له فساد سره د مبارزې د لېوالتيا کمښت هم د ادارې او د ټولنې په کچه ده. د دولت کارکوونکي له اداري فساد ګټه اخلي او دا دوه اړخيزه اړيکه بايد ماته شي، خو دا کار په چټکۍ سره نه شي ترسره کېدلى، ټول بايد په ګټه کار وکړي او د فساد فرهنګ له منځه يوسي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP