تالقان (پژواک ٢٤ کب ٩٤): د تخار والي د دې ولايت د چاهاب ولسوالۍ درې لوړپوړي چارواکي له دندو ګوښه کړي دي.
دغه څرګندونې د والي وياند سنت الله تيمور، پژواک خبري اژانس ته په ډاګه کړې.
ده وويل، د تخار والي ډاکټر محمد ياسين ضياء، نن په يوې امنيتي غونډه کې د چاهاب ولسوال محمد عطا طهوري، امنيه قومندان جبارخان او د امنيت مدير له دندو ګوښه کړل.
نوموړي د دې کسانو د ګوښه کېدو لامل په ياده شوې ولسوالۍ کې د لاريون کوونکو له لوري د دوو کسانو وژل په ګوته کړل.
هغه زياته کړه، يوه اونۍ وړاندې په چاهاب ولسوالۍ کې د يوه ډاکټر تر وژل کېدو وروسته، د سيمې اوسېدونکو لاريون وکړ او غوښتنه يې کوله چې د نوموړي قاتلين د دوى په لاس ورکړي، خو د ولسوالۍ چارواکو غوښتل دا قاتلين په رينجر موټر کې مرکز تالقانو ته ولېږدوي، چې په همدې مهال لاريون کوونکو قاتلين له موټره راښکته کړي او وژلي دي.
د چاهاب يوه اوسېدونکي معلم سعدالله، پژواک اژانس ته وويل چې په دې ولسوالۍ کې له تېر کال راهيسې زنځيري وژنې زياتې شوي، امنيت په خرابېدو دى او نامسووله وسله وال هم ډېر شوي دي.
د نوموړي په وينا، روان کال کې په چاهاب کې ٧ عام وګړي د ناپېژاندو وسله والو له لوري وژل شوي، خو د قاتلينو په نيولو کې يې د ولسوالۍ چارواکي پاتې راغلي دي.
هغه د تخار له والي وغوښتل چې د دې ولسوالۍ د ګوښه شويو مسوولينو پرځاى ژمن کسان ور ولېږي.
login or register a new account.