غزني ښار (پژواک، ٢٤ کب ٩٤): د غزني ولايتي شورا خبردارى ورکوي که چېرې د دغه ولايت د امنيت ټينګښت ته اړينه پاملرنه ونه شي نو دغه ولايت به د وسله والو مخالفينو په لاس سقوط وکړي.
د غزني د ولايتي شورا رييس حميدالله نوروز د کب په ٢٤مه د يوې خبري غونډې پر مهال وويل چې غزني د افغانستان د نا امنو ولايتونو له ډلې دى او اوسمهال يې په ډېرو ولسواليو کې جګړې روانې دي.
هغه زياته کړه: ((په دې حالت کې هم د کورنیو چارو وزارت د څه باندې دوو سوو پولیسو تشکیل کم کړى دى چې دغه کار د غزني اوسېدونکي په اندېښنه کې اچولي دي.))
نوروز د کورنيو چارو له وزارت نه غوښتنه وکړه چې د دغه ولايت د پوليسو تشکيل هر څه ژر بېرته پوره کړي.
ده وويل: ((په ١٣٩٢ کال کې غزني لومړى درجه ولايت اعلان شو خو د پوليسو تشکيل يې اوس هم د درېيمې درجې ولايت ته ورته دى.))
د هغه په وينا، حکومتي چارواکي بايد د غزني امنيت ته ځانګړې پاملرنه وکړي کنه دغه ولايت به ډېر ژر د وسله والو مخالفينو په لاس سقوط وکړي.
دغه راز په دې غونډه کې د غزني د ولايتي شورا د امنيتي کمېټې مشر امان الله کامراني هم وويل چې د غزني د امنيت ټينګښت ته بايد ځانګړې پاملرنه وشي.
ده وويل: ((د کورنيو چارو وزارت د پوليسو تشکيل کم کړى، دغه کار به د دغه ولايت د امنيت لپاره ښه زيرې ونه لري او دغه ولايت به د کندوز په شان سقوط وکړي.))
هغه وايي چې د غزني په بېلابېلو سيمو کې نښتې روانې دي او دغه ولايت د امنيت د ټينګښت په برخه کې ځانګړې پاملرنې ته اړتيا لري.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د غزني امنيه قوماندان مل پاسوال امين الله امرخېل هم ويلي چې د کورنيو چارو وزارت په دغه ولايت کې د پوليسو تشکل کم کړى دى.
هغه ويلي، که د کورنيو چارو وزارت په ياده برخه کې پر خپلې پرېکړې بيا کتنه ونه کړي نو دی به د غزني د امنيه قوماندان په توګه پر خپلې دندې فکر وکړي.
غزني د افغانستان د نا امنو ولايتونو له ډلې څخه دى چې له تېرو ١٤ کلونو راهيسې يې ناوه ولسوالۍ د وسله والو طالبانو په لاس کې ده.
login or register a new account.