Language

سوداګر: که ستونزې حل نه شي، له شماله به پانګوال ووځي

مزارشريف (پژواک، ۲۵ کب ۹۴): د بلخ ولايت د سوداګرو کمېټه وايي، که چېرې په شمال زون کې سوداګريزې ستونزې حل نه شي، نو ممکن له دغه زون څخه پانګوال ووځي.

د بلخ سوداګرو د کب په ۲۵مه د ياد ولايت د سوداګرۍ خونې په ملاتړ د خپلو ستونزو د حل په موخه ناسته وکړه.

د دغه ولايت د سوداګرۍ خونې د چارو مدير نصيراحمد قاسمي پژواک خبري اژانس ته وويل چې د بلخ ولايت د بېلابېلو سوداګرو ټولنو له استازو جوړې کمېټې، د خپلو ستونزو د حل په موخه ناسته وکړه.

نوموړي زياته کړه، هغه سوداګر چې د شمال او شمال ختيځ زونونو په کچه سوداګريز فعاليت لري؛ له تېرو دوو کلونو يې ستونزې په ډېرېدو دي.

د هغه په وينا، کمرګي مشکلات، اداري فساد، د مالياتو ورکړه، د برېښنا کمښت او د ځمکې نشتوالی د بلخ ولايت د سوداګرو بنسټيزې ستونزې دي.

قاسمي وويل چې د بلخ له نسبي امنيت پرته د شمال زون سوداګر په بېلابېلو ولايتونو کې له امنيتي ستونزو سره هم مخ دي.

نوموړي زياته کړه چې د همدې ستونزو له امله په ۲۰۱۵ کال کې د ۲۰۱۴ کال په پرتله له حيرتان بندر څخه د صادراتو کچه ۳۵ سلنه ټيته شوې ده.

په مزارشريف کې د شمال زون په کچه سوداګر حاجي مايل پژواک ته وويل چې د دغه زون ډېری سوداګريزې بنسټيزې ستونزې مرکز پورې تړاو لري.

نوموړي زياته کړه چې د دوی ډېری ستونزې مالياتي دي چې ماليې وزارت پورې تړاو لري.

د هغه په وينا، محصول، ماليه، د ټکس او ډيټابېس بيې د دوی بنسټيزې ستونزې دي چې د شمال زون سوداګر يې له ستونزو سره مخ کړي دي.

حاجي مايل وويل چې د شمال زون سوداګر د کارموندنې په برخه کې ښې اسانتياوې لري؛ خو چې دولت يې ملاتړ وکړي.

د سوداګرې خونې د چارو مدير قاسمي You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.