پل علم (پژواک، ٢٥ کب ٩٤): د لوګر په محمداغې ولسوالۍ کې ناپېژاندو وسله والو يوه پېغله نجلۍ پر ډزو وژلې ده.
د محمداغې ولسوالۍ د سنګرخېلو کلي يوه اوسېدونکي حميدالله پژواک ته وويل: ((نن سهار وختي حاجي دستګير غوښتل چې لمانځه ته ولاړ شي، ځيني وسله وال کسان يې د کور مخې ته ولاړ وو او غوښتل يې چې حاجي دستګير اختطاف کړي.))
د هغه په وينا، د حاجي دستګير لور د خپل پلار د خلاصون په موخه له وسله والو سره فزيکي شخړه کړې چې تر شخړې وروسته وسله والو دغه نجلۍ پر ډزو وژلې ده.
د محمداغې ولسوالۍ امنيه قوماندان څارمن مطيع الله عبدالرحيمزي د يادې پېښې د تاييد تر څنګ پژواک ته وويل، تر اوسه معلومه نه ده چې دغه وسله وال څوک وو.
هغه زياته کړه: ((وسله وال نجلۍ وژلې ده، خو دا اوس معلومه نه ده چې دا انسان تښتوونکي وو، غله وو او که کومه بله ډله وه.))
ده وويل چې له يادو وسله والو په سيمه کې يو کرولا موټر هم پاتې دى.
د هغه د معلوماتو له مخې، حاجي دستګير کومه دولتي دنده نه درلوده خو يو زوى يې قاضي دى او بل يې هم د کابل په ګمرک کې دنده لري.
محمد اغه د لوګر یوه له امنو ولسواليو ده چې له مرکز پل علم څخه ٣٠ کيلومتره واټن لري.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP