ګردېز (پژواک، ٢٧ کب ٩٤): د پکتيا په دوو ولسواليو کې پاکستاني ځواکونه د ډيورند له کرښې را تېر شوي او د افغانستان په خاوره کې يې پوځي تاسيسات جوړ کړي دي.
د ځاځي اريوب ولسوالۍ قومي مشر محمدانور صديقي د کب په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې پاکستاني ځواکونه د دې ولسوالۍ د سپينې شګې په سيمه کې څو کيلومتره د افغانستان خاورې ته را دننه شوي او پوځي تاسيسات يې هم جوړ کړي دي.
هغه وويل چې دغه موضوع يې څو ځلې له دولتي چارواکو سره شريکه کړې خو کومه مثبته پايله يې نه لرلې.
د سپينې شګې اوسېدونکي او قومي مشر ظريف خان پژواک ته وويل: ((په کوم ځاى کې چې پاکستاني پوځيانو تاسيسات جوړ کړي د جهاد په وختونو کې له دې نه پنځه کيلومتره هاخوا د ګلبدين حکمتيار کور و او له هغه هاخوا بيا د ډيورنډ کرښه وه.))
د ده په وينا، پاکستاني ځواکونو اوس مهال د افغانستان په خاوره کې پياوړي پوځي تاسيسات جوړ کړي خو د مخنيوي لپاره يې هېڅ ډول اقدام نه دى شوى.
دى وايي: ((پاکستاني ملېشې وخت ناوخت زموږ سيمې ته راننوځي او دلته شته ځنګلونه هم وهي.))
دغه راز د ډنډپټان ولسوالۍ قومي مشر ميراجان پژواک ته وويل چې د دې ولسوالۍ په ډېرو سرحدي سيمو کې پاکستاني ځواکونه د ډيورند له کرښې را اوښتي او د افغانستان په خاوره کې يې تاسيسات جوړ کړي دي.
هغه زياته کړه: ((سږ کال په دې ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ ډېرې نښتې وشوې او پاکستانيانو هم له دې موقع نه ګټه پورته کړه او د افغانستان خاورې ته نور هم را ننوتل.))
ده وويل چې حکومت بايد هر څه ژر د پاکستاني ملېشه و د پرمختګ مخه ونيسي؛ ځکه دا لړۍ په شدت سره روانه ده.
د پکتيا مرستيال والي عبدالولي سهي هم پژواک ته وويل چې په ځينو سرحدي سيمو کې پاکستاني ملېشه د ډيورنډ له کرښې را تېر شوي دي.
هغه وايي چې په تېرو څو ورځو کې دغه سيمې يې له نږدې ليدلې او د حل په موخه يې له پاکستاني چارواکو سره خبرې کړې دي او هغوې يې د حل ژمنه کړې ده.
هغه وايي: ((دغه مسئله د کرښې دواړو لورو ته مېشتو قومونو په مرسته حل کېږي؛ ځکه دغه قومونه په خپلو کې سره راکړې ورکړې لري.))
login or register a new account.