Language

“۱۳۹۴ د خبریالانو لپاره ستونزمن کال و”

مزارشريف (پژواک، ۲۷ کب ۹۴): د افغانستان د خبريالانو مرکز که څه هم ۱۳۹۴ لمريز کال، د خبريالانو لپاره ستونزمن کال بللی؛ خو تر څنګ یې دغه کال د رسنيزو فعاليتونو لپاره له لاسته راوړنو هم ډک وباله.

دوی وايي چې په روان کال کې په ټول هېواد کې د خبريالانو او د رسنيو دفترونو پر وړاندې د تاوتريخوالي ۱۹۱ پېښې له دوی سره ثبت دي او په دغه کال کې د تېر کال په پرتله د خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي کچه ۸۵ سلنه لوړه وه.

بلخوا په مزارشريف کې د شمال زون د خبريالانو د ټولنې مسوولين وايي چې په روان کال کې د خبريالانو او د رسنيو د مرکزونو پر وړاندې د تاوتريخوالي ۱۸ پېښې ثبت شوط دي.

د بلخ په مرکز مزارشريف کې د افغانستان د خبريالانو مرکز له خوا د کب ۲۷مه د خبريالانو د نړيوالې ورځې په توګه ونمانځله چې د دې سيمې د خبريالانو او د خبريالانو د ټولنو پر استازو سربېره په کې د ولايتي شوار غړو او د بلخ امنيتي مسوولينو برخه اخيستې وه.

په ياده غونډه کې د افغانستان د خبريالانو د مرکز په استازيتوب سليمان قاسمي په ټول هېواد کې د خبريالانو پر وړاندې د شوي تاوتريخوالی راپور وړاندې کړ.

نوموړي زياته کړه چې په روان کال کې د خبريالانو او د رسنيو د مرکزونو پر وړاندې د تاوتريخوالي ۱۹۱ پېښې له دوی سره ثبت دي.

د هغه په وينا، د روان کال ثبت شوې پېښې د تېر کال د ۱۰۳ ثبت شوو پېښو په نسبت د خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالی ۸۵ سلنه ډېروالی ښيي.

سليمان وويل چې په ۱۳۹۴ لمريز کال کې د څلورو ښځينه خبريالانو په ګډون اوو خبريالانو ژوند له لاسه ورکړی، ۲۲ تنه ټپيان شوي، يو کس بندي شوی، د فزيکي تاوتريخوالي ۲۴ پېښې، پر رسنيزو مرکزونو د بريد او بم اېښودو ۱۴ پېښې له دوی سره ثبت دي.

همداراز خبريالانو ته د مرګ د ګواښ ۶۶ پېښې، د بيان ازادۍ پر وړاندې د خنډ پيدا کېدو ۲۲ پېښې، د خبريالانو رټلو ۹ پېښې، د سانسور ۳ پېښې، د فزيکي بريد ۶ پېښې او د غير قانوني احضار کېدو ۷ پېښې له دوی سره ثبت شوې دي.

نوموړي زياته کړه چې په دغو پېښو کې ۴۳ سلنه د دولتي او امنيتي ارګانونو له لوري، ۲۷ سلنه د وسله والو طالبانو له لوري، ۱۷ سلنه د ناپېژاندو کسانو له لوري، ۸ سلنه د زورواکو له لوري او ۳ سلنه د داعش له لوري رامنځ ته شوې دي.

همداراز دوه پېښې د رسنيزو مرکزونو د مسوولينو او يوه پېښه د بهرنيو ځواکونو له خوا رامنځته شوې دي.

بلخوا په مزارشريف کې د شمال زون د خبريالانو د ټولنې مسوول ګلاب شاه باور پژواک خبري اژانس ته وويل چې د شمال زون په نهو ولايتونو کې د روان کال په اوږدو کې د خبريالانو پر وړاندې ۱۸ پېښې ثبت شوې دي.

login or register a new account.