پل علم (پژواک، ٢٩ کب ٩٤): د لوګر په خروار ولسوالۍ کې د ځینو بهرنيو قاچاقبرانو له خوا د لرغونو اثارو کيندنې پيل شوې دي.
د خروار ولسوالۍ د سيمه ييزې شورا غړي محمداکبر اخندزاده پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرو څو مياشتو راهيسې د دې ولسوالۍ په کافرکوټ سيمه کې د يو شمېر بهرنيو قاچاقبرانو له لوري د لرغونو اثارو خپلسرې کيندنې پيل شوې دي.
ده وويل چې کافرکوټ سيمه دوه زره کاله لرغونتوب لري او په دې سيمه کې پخوا يو ښار و.
هغه زياته کړه: ((په دې سيمه کې ښار و، اوس تر خاورو لاندې شوى، دغه قاچاقبران له دې ځاى څخه لوښي، مجسمې، جنګي وسايل او نور شيان وباسي او بهر ته يې قاچاق کوي.))
ده وويل چې د يادو توکو د قاچاق پر مهال وسله وال طالبان له قاچاقبرانو سره مرسته کوي.
دغه راز د خروار ولسوالۍ د سيمې ییزې شورا منشي محمدناصر هم وويل چې په ياده سيمه کې قاچاقبرانو د طالبانو په مرسته کيندنې پيل کړې دي.
ده وويل چې په دې برخه کې دوى ولايتي شورا او نورو اړوندو ارګانونو ته شکايتونه کړي خو تر اوسه يې په اړه اقدام نه دى شوى.
د لوګر د ولايتي شورا مرستيال قسيم خوشيوال پژواک ته وويل چې په دې برخه کې دوى ته شکايتونه رسېدلي دي.
هغه وويل: ((موږ يو پلاوى اماده کړى تر څو دې سيمې ته ورشي، خو دا به هغه مهال ورشي کله چې امنيتي ځواکونه يې د امنيت د ټينګښت لپاره چمتووالى وښيي.))
دغه راز د خروار ولسوال ثمرګل راشد هم پژواک ته وويل چې په ياده سيمه کې بهرنيو قاچاقبرانو د طالبانو په مرسته د لرغونو اثارو کيندنه پيل کړې ده.
هغه وايي: ((د کافرکوټ سيمه له طالبانو سره ده، زموږ ورتګ هلته ستونزمن دى خو دا ٧ مياشتې کيږي چې په دې سيمه د تاريخي اثارو کيندنه روانه ده.))
ده وويل چې د يادې موضوع په اړه يې د ولايت مقام، امنيه قومانداني او د امنيت رياست ته اطلاع ورکړى ده.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP