Language

“تېر یو کال په سوېل ختیځ زون کې پنځو زرو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې”

ګردېز (پژواک، ٢٩ کب ٩٤): په سوېل ختيځو ولايتونو کې د  ۳۰۳ سپین غر زون چارواکي وايي چې په تېر کال کې په دغو ولايتونو کې پنځو زرو وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ۳۰۳ سپین غر زون قوماندان پاسوال اسدالله شېرزاد د کب په ٢٩مه د يوې خبري غونډې پر مهال وويل چې په روان کال کې افغان امنيتي ځواکونو د ظفر عملیاتو په پایله کې  په  پکتیا، پکتیکا، خوست، لوګر، غزني  وردګو او بامیان ولایتونو کې پنځو زرو وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

شېرزاد وایي چې په دغه کال کې څلور سوه سرتېرو ته هم مرګ ژوبله  اوښتې خو د افغان ځواکونو د ښې همغږۍ له کبله وسله وال نه دي توانېدلي چې ولسوالیو ته سقوط ورکړي.

اسدالله شېرزاد پر وسله والو مخالفينو غږ وکړ چې د سولې لاره غوره کړي، کنه د امنيتي ځواکونو له سخت غبرګون سره به مخ شي.

شېرزاد مني چې سپین غر زون اړوند ولایتونو کې د طالبانو او داعش تر څنګ یو شمېر نورې وسله والې ډلې هم فعالې دي، خو وایي افغان ځواکونه یې د هر ډول پلانونو د شنډولو توان لري.

دی وايي، په روان کې کال کې وسله والو مخاليفينو هڅه وکړه چې يو شمېر سيمې ونيسي خو د امنيتي ځواکونو د ښې همغږۍ له امله خپلې موخې ته ونه رسېدل.

خو طالب ویاند ذبیح الله مجاهد د سپین غر زون اړوند ولایتونو کې دوی ته د اوښتې مرګ ژوبلې ادعا ردوي او وایي چې حکومت په دې ډول څرګندونو سره پر خپلو پوځي ماتو پرده اچوي.

مجاهد وایي، دلته لوی عملیات نه دي ترسره شوي او په کوچنیو بریدونو کې د طالبانو په پرتله حکومتي لوري ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

login or register a new account.