Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په زابل کې سيلابونو مالي زيانونه اړولي دي

author avatar
19 Mar 2016 - 18:00
author avatar
19 Mar 2016 - 18:00

کلات  (پژواک، ٢٩ کب ٩٤): د زابل ولايت اوسېدونکي او سيمه ييز چارواکي وايي  چې تېره ورځ  د سختې ږلۍ او سيلابونو له امله خلکو ته زيات  مالي زيانونه اوښتي دي.

دا سيلابونه د زابل د مرکز کلات تر څنګ د ارغنداب، شاه جوى، شينکۍ او يو شمېر نورو سيمو کې راغلي ، کورونه او کرنيزې ځمکې يې ويجاړې کړې دي .

د زابل د ارغنداب ولسوالۍ ولسوال ملا ظريف د کب په ٢٩مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د بارانونو ترڅنګ د يوه ساعت لپاه ږلۍ هم وورېده.

نوموړي زياته کړه، چې د ولسوالۍ د مرکز د شاوخوا ۳۵ کليو فصلونه له منځه تللي او خلک يې سخت زيانمن شوي دي.

د ولسوال په وينا، د ولسوالۍ په بېلا بېلو سيمو کې د سيلابونه له امله شپږ پلچکونه هم اوبو وړي دي چې له امله يې د يادې ولسوالۍ د کليو او همدارنګه له مرکز کلات سره د تګ راتګ لاره تړلې ده .

د ارغنداب ولسوالۍ د شيلک د کلي اوسېدونکي حاجي عبدالنبي پژواک ته وويل چې سيلابونو يې دوه غواګانې وړې او د کور خونې يې نړېدلې دي.

هغه زياته کړه، چې په ټوليز ډول د دوى په کلي کې پنځه کورونه نړيدلي او تر شپېتو پورې څاروي اوبو وړي دي.

 د زابل د مرکز کلات د ترنک د سيمې يو شمېر اوسېدونکو هم له پژواک اژانس سره په خبرو کې وويل، چې  سختې ږلۍ او سيلابونو يې د بادامو، زردالو باغونه او د غنمو کښتونه له منځه وړي .

د يو بل خبر له مخې ، د زابل ولايت د مرکز کلات اړونده سيمه کې د چاودنې له امله دوه کسان وژل شوي او يو بل ژوبل شوى دى.

د زابل دامنيه قوماندانۍ دامنيت امر سمونوال غلام جيلاني فراهي وايي، چې چاودنه د کلات ښار اړونده دسيوري تپې پر سر شوې ده.

هغه زياته کړه، چې په دې چاودنه کې د يو ماشوم په ګډون دوه کسان وژل شوي او يو ټپي دى، چې ټول ملکي وګړي دي.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.