مزارشريف(پژواک،۲ وری ۹٥):د بلخ ولايت په مرکز کې د ولسمشر د لومړي مرستيال او د جنبش ګوند د رهبر د يو انځور د ښکته کېدو له امله د بلخ د دولتي چارواکو او د دې ګوند د ځينو غړو تر منځ ستونزې رامنځته شوې دي.
د نوي کال په شپه په مزارشريف ښار کې د ولسمشر د لومړي مرستيال جنرال عبدالرشيد دوستم انځورونه د ناپېژندو کسانو له خوا ښکته کړای شوي دي.
د جنبش ګوند د ځوانانو مشر کنشکا ترکستاني پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د جنبش ګوند د ځوانانو څانګې د ولسمشر د لومړي معاونيت له مطبوعاتي څانګې سره په همغږۍ د نوروزجشن لپاره د جنرال عبدالرشيد دوستم تصويرونه د ښار په بېلا بېلو برخو کې لګولي وو.
نوموړي زياته کړه، چې د نوي کال په شپه د مزارشريف ښار له کامګار او برکت څلور لارو څخه د ولسمشر د لومړي مرستيال دوه تصويرونه لرې کړای شوي دي.
کنشکا وويل: ((د ولسمشر د لومړي مرستيال دغه تصويرونه ځينو ناپوه او اوباشو کسانو د رينجر موټر په مرسته لرې کړي دي.))
د هغه په وينا، ځينې کړۍ هڅه کوي چې د خلکو په منځ کې د جنبش د رهبر شتون کمرنګه کړي، چې دا يې خوب او خيال دى.
هغه زياته کړه چې دوی د همدې پېښې په تړاو داسې سندونه د بلخ امنيتي چارواکو ته سپارلي، چې په دغه کار کې د بلخ د رهبري مقام ځينې کړۍ هم ښکېلې دي.
د بلخ ولايت مقام مطبوعاتي مسوول په مزارشريف ښار کې د جنرال عبدالرشيد دوستم د تصوير ښکته کېدو پخلی وکړ؛ خو د جنبش ګوند د ځوانانو د مشر ځينې څرګندونې يې رد کړې.
د بلخ د سرپرست والي عطامحمد نور وياند منير فرهاد پژواک ته ومنله چې د ولسمشر د لومړي مرستيال تصويرونه ځينو اوباشو او اخلال ګرو کسانو راښکته کړي دي.
خو نوموړي زياته کړه، چې په دغه چاره کې د بلخ ولايت مقام هېڅ ډول ښکېل نه دی.
د هغه په وينا، کله چې د بلخ والي له يادې پېښې خبر شو، نو د خپګان ښکارونديي يې وکړه او د تصويرونو د ژر تر ژره بېرته لګولو امر يې وکړ.
منير فرهاد وويل چې دم ګړۍ د ولسمشر د لومړي مرستيال ښکته شوي تصويرونه په پوره درنښت بېرته لګول شوي دي.
login or register a new account.