Language

د بلخ لاریونونه په سوله ییز ډول پای ته ورسېدل

لومړې تعقيب- مزارشريف (پژواک، ۳ وری ۹٥): د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې د ولسمشر د لومړي مرستيال او د بلخ د سرپرست والي د پلويانو بېل بېل لاريونونه په سوله ييز ډول پای ته ورسېدل.

سلګونه کسانو د مزارشريف ښار سوېل لور ته د بلخ د سرپرست والي په ملاتړ نن سهار ۹ بجې لاريون پيل کړ چې له ځانونو سره يې د عطامحمد نور تصويرونه لېږدول.

دوی ويل چې د بلخ د والي او د ملي وحدت حکومت په ملاتړ د مزارشريف ښار د امنيت ساتنې د شعار ورکولو په موخه راوتلي دي.

دغه لاريون له درې ساعته ځنډ وروسته د روضې په څنډه کې پای ته ورسېد.

بلخوا شاوخوا ۱۱بجې د ولسمشر د لومړي مرستيال او د جنبش ګوند د مشر جنرال عبدالرشيد دوستم په ملاتړ سلګونو کسانو د روضې له شمال ختيځ لوري د دوستم له کوره تر کامګار چوک پورې لاريون وکړ.

د ولسمشر د لومړي مرستيال په ملاتړ لاريون چې د ملي وحدت حکومت او جنرال دوستم په ملاتړ يې شعارونه ورکول؛ په کامګار چوک کې د څو ماده ييز پرېکړليک په وړاندې کولو پای ته ورسېد چې ځينې سياسي او فرهنګي غوښتنې هم په کې لرلې.

دغه لاريونونه په بلخ کې وروسته له هغه ترسره شول چې د نوي کال په شپه يو شمېر ناپېژاندو کسانو د ولسمشر د لومړي مرستيال او د جنبش ګوند د مشر جنرال عبدالرشيد دوستم انځورونه په مزارشريف ښار کې له بېلبوردونو ښکته کړل.

خو وروسته بيا دغه عکسونه په بلخ ولايت کې د دولتي چارواکو له لوري بېرته ولګول شول.

د اړوندې موضوع په اړه پرون د بلخ والي عطامحمد نور په خپله فېسبوک پاڼه کې ليکلي وو چې د لومړي مرستيال جنرال عبدالرشيد دوستم تصوير ځينو اوباشانو او اخلالګرو ښکته کړی، خو چا ته اجازه نه ورکوي چې د يوه تصوير په ښکته کېدو د مزارشريف ښار امنيت ته ګواښ پېښ کړي.

نور ټينګار کړى، که يادو مسايلو ته اړينه پاملرنه ونه شي، نو په ورته عمل به دوى هم لاس پورې کړي.

د يادې ستونزې تر را پيدا کېدو وروسته نن سهار شاوخوا ٩ بجې د بلخ ولايت سلګونو اوسېدونکو د شهيد ذبيح الله له څلورلارې د بلخ د والي عطامحمد نور په ملاتړ لاريون پيل کړ.

لاريون کوونکو د بلخ د والي په ملاتړ شعارونه ورکول او د بلخ د والي عطامحمد نور تصويرونه او ملي بيرغونه يې له ځان سره لېږدول.

login or register a new account.