کلات (پژواک، ٣ ورى ٩٥): د زابل نوى والي وايي چې له اداري فساد، د ځمکو له غاصبينو او نا قانونيو سره جدي مبارزي کوي.
د ولسمشر محمداشرف غني د فرمان له مخې، بسم الله افغانمل د زابل ولايت د نوي والي په توګه ټاکل شوى دى.
د افغانمل د معرفي کېدو په غونډه کې چې نن (د وري درېیمه) ترسره شوه په کې دولتي چارواکو، عامو خلکو او د ملي شورا استازو ګډون کړى و.
افغانمل يادې غونډې ته د وينا پر مهال وويل چې په تېرو څو کلونو کې دغه ولايت ته سم کار نه دى شوى؛ ځکه اوس يې هم اوسېدونکي له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
ده وويل، هڅې کوي چې د زابل په اداره کې د دغه ولايت ټولو قومونو ته برابره ونډه ورکړي تر څو څوک د محروميت احساس ونه کړي.
ده زياته کړه: ((زه له غلا، اداري فساد، د ځمکو له غاصبينو او ناقانونيو سره جدي مبارزه کوم او په دې برخو کې د قومي مشرانو د ملاتړ غوښتونکی يم.))
په دې غونډه کې د زابل د ولايتي شورا مشر عطاجان حق بيان هم وويل چې په تېرو کلونو کې د دغه ولايت لپاره هېڅ کار نه دى شوى.
هغه وويل: ((دغه ولايت تر اوسه پوهنتون نه لري، دغه ولايت له ګاونډي هيواد پاکستان سره ګډه پوله لري خو تر اوسه ګمرک نه لري او نورې ډېرې برخې دي چې تر اوسه ورته کار نه دى شوى.))
په مشرانو جرګه کې د زابل استازي ډاکتر زلمي زابلي پژواک ته وويل چې حکومتي چارواکي د دغه ولايت له اوسېدونکو سره د مور او میرې چلند کوي.
هغه وويل: ((د زابل ډېر اوسېدونکي د رياست، قوماندانۍ، ولايت او په نورو څوکيو د کار کولو توان لري خو حکومت ورته چانس نه ورکوي.))
له بسم الله افغانمل څخه وړاندې محمدانور اسحاقزى د اتو مياشتو لپاره د زابل والي و.
د ولسمشر د فرمان له مخې اسحاقزى د بادغيس د والي په توګه ټاکل شوى دى.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP