پل علم (پژواک ٣ ورى ٩۵): د لوګر په ښوونځيو کې د نوي ښوونيز کال له پيلېدو سره سم د ښوونځيو لپاره د ودانيو جوړولو په موخه د "يوه افغانۍ، يو ښوونځی" په نوم کمپاين پيل شو.
د لوګر په مرکز پل علم کې په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د لوګر والي حليم فدايي، د ولايتي شورا غړو، د امنيتي ادارو رييسانو، د لوګر نورو چارواکو، ښوونکو او زده کوونکو برخه اخيستې وه.
د لوګر والي وويل، اوسمهال په لوګر کې ١١٧ ښوونځي ودانۍ نه لري، نو غواړي چې د زده کوونکو او ولس په مرسته هره ورځ يواځې د يوې افغانۍ په راټولولو سره دې ښوونځيو ته ودانۍ جوړې کړي.
ده زياته کړه، په لوګر کې ١٤٠زره زده کوونکي زده کړې کوي، که هر يو د ورځې يوه افغانۍ د دې کار لپاره ورکړي، نو په مياشت کې يو ميليون او څلورسوه زره افغانۍ کېږي، چې په دې سره به زده کوونکو ته ډېرې اسانتياوې او لازم ښوونيز چاپېريال رامنځ ته شي.
د هغه په وينا، د کمپاين دا طرحه د ولايت مقام او ولايتي شورا له خوا په ګډه جوړه شوې ده.
د غونډې په پاى کې په دې اړه جوړ شوى ځانګړى صندوق، چې په لوى سايز کې يوه افغانګۍ يې پر شاوخوا لګول شوې وې، پرانيستل شو او بيا په کې ګډونوالو پيسې واچولې، ورپسې دا صندوق د پل علم په بازار کې دوکان په دوکان وګرځول شو، هغوى او دغه راز نورو ښاريانو، امنيتي ځواکونو، ښوونکو او زده کونکو په کې پيسې واچولې.
د لوګر د والي فدايي د معلوماتو له مخې، د لوګر په ښوونځيو کې به دا ډول صندوقونه کېښودل شي، چې زده کوونکي، د هغوى ميندې او پلرونه او نور علاقمندان کولى شي په هغو کې خپلې مرستې واچوي.
د لوګر د ولايتي شورا غړې نفيسې هجران، پژواک خبري اژانس ته وويل، دا د پوهنې په ډګر کې يو نوى پيل او نوښت دى چې له لارې به يې د پوهنې په برخه کې لا ډېر خدمات وړاندې شي.
نوموړې وايي: "که هر څوک هره ورځ يوه افغانۍ ورکړي، نو دا ډېرې پيسې نه دي، خو که راټولې شي، يو غټ رقم جوړوي، چې د پوهنې په پرمختګ کې ترې ښه ګټه اخيستل کېداى شي."
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP