Language

مزارشریف کې د عطامحمد نور او جنرال دوستم په ملاتړ لاریونونه پیل شول

مزارشريف (پژواک، ٣ ورى ٩٥): سلګونو کسانو په بلخ کې د دغه ولايت د والي او يو شمېر نورو کسانو بيا د ولسمشر د لومړي مرستيال په ملاتړ لاريونونه پيل کړل.

دغه لاريونونه په بلخ کې وروسته له هغه ترسره کېږي چې د نوي کال په شپه يو شمېر ناپېژاندو کسانو د ولسمشر د لومړي مرستيال او د جنبش ګوند د مشر جنرال عبدالرشيد دوستم انځورونه په مزارشريف ښار کې له بېلبوردونو ښکته کړل.

خو وروسته بيا دغه عکسونه په بلخ ولايت کې د دولتي چارواکو له لوري بېرته ولګول شول.

د اړوندې موضوع په اړه پرون د بلخ والي عطامحمد نور په خپله فېسبوک پاڼه کې ليکلي وو چې د لومړي مرستيال جنرال عبدالرشید دوستم تصوير ځينو اوباشانو او اخلالګرو ښکته کړی، خو چا ته اجازه نه ورکوي چې د يو تصوير په ښکته کېدو د مزارشريف ښار امنيت ته ګواښ پېښ کړي.

نور ټينګار کړى چې که يادو مسايلو ته اړينه پاملرنه ونه شي نو په ورته عمل به دوى هم لاس پورې کړي.

د يادې ستونزې تر را پيدا کېدو وروسته نن سهار شاوخوا ٩ بجې د بلخ ولايت سلګونو اوسېدونکو د شهيد ذبيح الله له څلورلارې د بلخ د والي عطامحمد نور په ملاتړ لاريون پيل کړ.

لاريون کوونکو د بلخ د والي په ملاتړ شعارونه ورکول او د بلخ د والي عطامحمد نور تصويرونه او ملي بيرغونه يې له ځان سره لېږدول.

د لاريون له ترتيبوونکو غوث الدين پژواک ته وويل چې لاريون د بلخ د والي په ملاتړ په دغه ولايت کې د امنيت د ټينګښت په موخه جوړ شوی دی.

هغه زياته کړه: ((موږ خبر شوي يو چې ځيني کسان نن له نورو ولايتونو څخه دلته راځي، تر څو ګډوډې پيدا کړي خو موږ هيچا ته هم اجازه نه ورکوو.))

بل لاريون کوونکي رحمت الله فطرت هم پژواک ته وويل: ((نن ځيني کسان له نورو ولايتونو څخه راځي تر څو دلته ستونزې پيدا کړي خو موږ وايو چې دا دومره مهمه مسئله نه ده، بايد ستونزې پرې پيدا نه شي.))

ده له خلکو او چارواکو غوښتنه وکړه چې يو ځل بيا په دغه ولايت کې د تېرو کلونو په څېر کورنۍ جګړې تکرار نه کړي.

دغه راز شاوخوا يوولس بجې په مزارشريف ښار کې لسګونو کسانو د ولسمشر د لومړي مرستيال جنرال عبدالرشيد دوستم په ملاتړ هم لاريون پيل کړ.

login or register a new account.