ښرنه (پژواک، ٤ ورى ٩٥): په پکتيکا کې د مدني ټولنو او ولايتي شورا غړي وايي چې په دغه ولايت کې اداري فساد ډېر شوی چې له امله يې ګڼ خلک دولتي ادارو ته نه ورځي.
د پکتيکا د مدني ټولنو د همغږۍ دفتر مشر خورشيد امان کټوازي د يوې خبري غونډې پر مهال وويل چې د دغه ولايت په ډېری رياستونو کې د اداري فساد کچه لوړه شوې ده.
هغه زياته کړه: ((له يوې خوا په رياستونو کې غير مسلکي خلک په دندو کې دي او له بل پلو، په اداري فساد کې ښکاره ښکېل دي چې له امله يې رياستونو ته خلک مراجعه نه کوي.))
هغه د بېلګې په توګه وويل چې له يو کال راهيسې د پکتيکا د کرنې او مالدارۍ رييس بهر ته په سفر تللى او دغه رياست د يو مدير له لوري اداره کېږي.
په دې غونډه کې د ولايتي شورا غړي عزيزالله عزيز هم وويل چې په پکتیکا کې د اداري فساد کچه ډېره لوړه شوې ده.
هغه وويل چې د دغه ولايت په برمل، ګومل، نکې، ګيان او ځينو نورو ولسواليو کې خيالي ښوونځي او ښوونکي شتون لري او تنخواوې يې نور کسان اخلي چې دا يو ښکاره فساد دى.
ده وويل که په پکتيکا کې د اداري فساد پر وړاندې جدي مبارزه ونه شي، خلک به له دولته نور هم واټن واخلي.
خو يادې غونډې ته د پکتيکا والي امين الله شارق په خپلو خبرو کې وويل: ((له اداري فساد سره مې جدي مبارزه پيل کړې او هر څوک چې په اداري فساد کې ګير کړم، د قانون منګلو ته يې سپارم.))
شارق له پکتيکاوالو غوښتنه وکړه چې له اداري فساد سره په مبارزه کې مرستې ورسره وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د پکتيکا ولايت د ملي امنيت رياست د دغه ولايت د نشه يې توکو پر وړاندې د مبارزي او چاپېريال ساتنې رييسان د اداري فساد په تور نيولي دي.
login or register a new account.