مزارشريف (پژواک ٤ وری ۹۵): د بلخ ولايت په شولګر ولسوالۍ کې د درې سيمه ييزو پوليسو په ګډون اتو تنو ته مرګ ژوبله واوښته.
د شولګر ولسوال سراج الدين عابد د وري په ۴مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن غرمه د دې ولسوالۍ په کرنسرای سيمه کې سيمه ييز پوليس د وسله والو له کمين سره مخامخ شول.
ده زياته کړه، سيمه ييز پوليس چې د ولسي پاڅون څو تنه هم ورسره وو، په کرنسرای سيمه کې د دښتې په لور روان وو، چې ناپېژندو وسله والو پرې بريد وکړ.
د هغه په وينا، په دې پېښه کې يو سيمه ييز پوليس او درې ولسي پاڅونوال ووژل شول. دغه راز دوه سيمه ييز پوليس او دوه نور پاڅونوال ټپيان دي.
خو د سيمې اوسېدونکي وايي، دغه نښته د سيمه ييزو پوليسو او د جهادي قومندان نظرګل د ولسي پاڅونوالو ترمنځ شوې ده.
خو ولسوال دا خبره ردوي.
login or register a new account.