مزارشريف (پژواک، ۴ وری ۹۵): د بلخ ولايت د کرنې مسوولين وايي چې په دغه ولايت کې د کر او کروندې تر ټولو جدي ستونزه د کرنيزو اوبو کمښت دی.
د دغه ولايت د کرنې او مالدارۍ رييس کاتب شمس د وري په ۴مه په مزارشريف ښار کې د بزګر جشن د نمانځنې په څنډه کې پژواک خبري اژانس ته وويل، تر کومې چې د بلخ ځمکو د کرنيزو اوبو ستونزه هواره نه شي نو د کرنيزو چارو پراختيا به په کې د نشت برابره وي.
د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې د دغه ولايت د څوارلسو ولسواليو د کروندګرو په ګډون د بزګر جشن ونمانځل شو چې لسګونه بېلابېل کرنيز توکي او توليدات په کې نندارې ته وړاندې شول.
د کرنې رييس کاتب شمس د ياد جشن پر مهال له رسنيو سره په خبرو کې وويل چې د بلخ کرنيزې ځمکې په يوه ثانيه کې ۳۰ متره مکعبه اوبه لري؛ خو د ځمکو د خړوبېدو ته اړتيا له دې کچې خورا زياته ده.
نوموړي زياته کړه چې د دغه ولايت کرنيزې ځمکې په يوه ثانيه کې ۴۰۰ متر مکعب اوبو ته اړتيا لري، چې د پوره کېدو لپاره يې جدي هڅو ته اړتيا ده.
د هغه په وينا، په بلخ ولايت کې يوازې د شولګر سيند اوبه روانې دي چې د ټول ولايت ځمکې نه شي خړوبولی.
شمس وويل چې د کرنيزو ځمکو د اوبو د اړتيا پوره کېدو لپاره په کار ده چې د بارانونو او سېلابونو اوبه مهار کړای شي او تر څنګ يې د قوش تېپې سيمې کانال ورغول شي چې د جوړېدو پلان يې د داود خان پر مهال چمتو شوی و.
نوموړي زياته کړه، که چېرې دغه کانال جوړ کړای شي نو په ټول شمال کې دوه نيم ميليونه جريبه ځمکه خړوبولی شي او د برېښنا جوړېدو اسانتيا هم برابرولی شي.
په ياد جشن کې له ځمکې ترلاسه کېدونکي بېلابېل کرنيزو حاصلات، مرخېړی، اصلاح شوي تخمونه، د کر او کروندې تخنيکي وسايل، خوراکي توکي او داسې نور کرنیز توکي نندارې ته وړاندې شوي وو.
د کوه طور کرنيز شرکت مسوول حفيظ الله حفيظ چې د خپل شرکت تخنيکي کرنيز توکي او کرنيز درمل نندارې ته وړاندې کړي وو، پژواک ته وويل، دوی هڅه کوي چې له کروندګرو سره له تخنيکي او طبي اړخه د حاصلاتو په ډېرښت او سمښت کې مرسته وکړي.
نوموړي زیاته کړه چې له دوی د ځمکو د خړوب بېلابېل ماشينونه او تر څنګ يې د ښه کښت لپاره بېلابېل درمل نندارې ته وړاندې کړي دي.
د نهر شاهي ولسوالۍ د بابه يادګار سيمې کروندګر ملک محمد چې په جشن کې يې برخه اخيستې وه، پژواک ته وويل چې په بلخ کې د کرنيزو اوبو تر څنګ د کيمياوي سرې په مشکله پيدا کېدل، هم جدي ستونزه ده.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP