ميمنه- تالقان- شبرغان (پژواک، ٥ ورى ٩٥): په فارياب کې د جنرال دوستم او عطامحمد نور په ملاتړ، د لاريونونو پر مهال په ډزو کې يو تن وژل شوى او شاوخوا پنځه نور ټپيان دي او په تخار او جوزجان کې هم د دوستم په ملاتړ لاريونونه وشول.
له تېرو دوو ورځو راهيسې په ځينو ولايتونو کې له دې امله لاريونونه وشول چې د نوي کال په لومړۍ ورځ ناپېژاندو کسانو په بلخ کې د ولسمشر د لومړي مرستيال او د جنبش ګوند د مشر عبدالرشيد دوستم دوه تصويرونو څېري او راښکته کړل.
د دوستم په ملاتړ ځينو لاريون کوونکو دعوه کوله چې د تصويرونو په ښکته کولو کې د بلخ د سرپرست والي او د جمعيت اسلامي ګوند اجرايي مشر عطامحمد نور کسان لاس لري.
عطامحمد نور دغه څرګندونې رد کړې او پلويانو يې په ملاتړ لاريونونه هم وکړل.
نن هم په ميمنه کې يو شمېر کسانو د دوستم او يو شمېر نورو د عطامحمد نور په ملاتړ لاريونونه وکړل چې پر تاوتريخوالي واوښتل.
کله چې يوه ډله لاريون کوونکي د جنوب او بله د لوېديځ له لوري د ميمنې ښار سنايي څلورلارې ته ورسېدل، ډزې وشوې او شاوخوا پنځه دقيقې يې دوام وکړ. وروسته امنيتي ځواکونه سيمې ته ورسېدل او لاريون کوونکي خواره واره شول.
په دې اړه ځینې سرچينې بېلابېلې څرګندونې کوي.
د ملي اردو يوه سرتېري چې ځان يې غيب الله معرفي کړ، په سيمه کې پژواک خبري اژانس ته وويل، کله چې لاريون کوونکي په سنايي څلورلارې کې سره مخ شول، نو لومړى هغو کسانو د ار پي جې ٧ راکټ او سپکو وسلو هوايي ډزې وکړې چې د عطامحمد نور په ملاتړ يې لاريون کړى و.
ده وويل چې وروسته د دوستم ملاتړو لاريون کوونکو هم هوايي ډزې وکړې.
هغه وايي چې په دې ډزو کې چا ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
login or register a new account.